د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۲

په ناد علي د تخمونو د ویش پر سر ناندرې راپورته شوې


د هلمند د نادعلي په ولسوالۍ کې د تخمونو او کیماوي سرو د ویش او تخمونو د کیفیت پر سر د قومي مشرانو ترمنځ ناندرې راپورته شوې او پر یو بل یې د درغلیو تورونه لګولې دي. له سېمې د ازادۍ راډیو خبریال په دې اړه یو راپور را استولی دی .

دنادعلي ولسوالۍ ټولينزه شورا چې دتير يوه کال راهېسي په دې ولسوالۍ کې دپنځه ويشت تنو غړو په ګډون کار کوي په دي ورځوکي يو پربل تورنه لګوي چي ددې ولسوالي سره هرډول کيدو نکي مرستې مخکې تر دې چې خلکو ته یې ورسوي خپلو جيبونو ته اچوي.

ددې ولسوالي دټولنيزي شورا دغړو ترمنځ دغه ناندرې په داسې حال کې راپورته شوي چې په دې ورځو کې دنادعلي ولسوالۍ دهغو کروند ګرو دنومونو ليسټونو ته راووتل چې فوډزون يا حاصل خيزه سيمو له پروګرام نه بايد کمياوي سرې او اصلا ح شوي تخمونه تر لاسه کړي.

دنادعلي دټولنېزې شورا دانکشاف دکميټې مسئول ملا کريم وايي له دولت نه غوښتنه کوو چې ولسوالۍ ته راتلونکي مرستي وخلکو ته ورسيږي.
دى وايي زه دلو ى باغ اوسيدونکی يم او مونږ داثابته کړې ده چې دشورا مشر په زياتو درغليو کې لاس لري.


ملا کريم وايي دنادعلي دټولنيزي شورا مشر دوی په خپله ټاکلی دى خو هغه نه دى توانيدلى چي په سيمه کې رواني ستونزې هوارې کړي.

خو دنادعلي ولسوالۍ دشورا مشر عبدالاحد هلمند وال وايي ملا کريم ددوی دشورا غړى نه دى ،هلمند وال وايي داکس انتسابي ددوي شورا ته راستول شوی دي،هغه دشورا په نوم پرده باندې لګول شوي ټول تورنه رد کړل او په دې اړه يې ددولت او شورا له غړو نه دپلټونو غوښتنه وکړه .

که څه هم هلمند وال دملا کريم راتګ شورا ته چې اوس په کې دانکشافي کميټې مسول هم دى نه وښود چې دچا په مرسته راغلی خو يو شمير کسا ن وايي دولايت مقام ملا کريم دغه شورا ته په انتصابي ډول معرفي کړى دى .

داچي داخبرې په يوه خبري ناسته کې روانې وې ،نو ددې شورا دعدلي کميټي مسول حاجي شمول زي دخپل خبرو پرمهال وويل ، په نادعلي ولسوالي کي درغلۍ او دخلکو دحق خوړل له اوس نه نه دى پيل شوي. شمول زي زياته کړه ، دکروندګرو هغه نومونه چي دنادعلي دټولنيزي شور ا دټولو غړو له لوري برابر شوي وو او دزراعت رياست ته سپارل شوي وو تر راوتلو وروسته زياتي لاس وهنې په کې شوي دي چې دشمول زي په خبره دکرهڼې درياست په شمول دشورا ځينو غړیو به کې کړې دي .

شمول زي په خپلو خبروکې وويل داچې دخلکو دخدمت دنده راته سپارل شوې ده او مونږ په کې ناغيړي کړې زه غوښتنه کوم چي دشورا اوسني ريس دې بدل شي.
هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې تر ټولو زیات کوکنار په کې کرل کېږي.

خو دنادعلي ولسوالي دشورا مشر هلمندوال وايي زه دشورا نږدې دوه نوى کسانو انتخاب کړى يم او که چيرې خلک وغواړي نو زه له دې مسولیت څخه لاس په سر کېږم .

په هلمند کي دفوډزون يا حاصل خيزو سيمو پروسه تير کال پيل شوه او نږدې دوه ديرش زره کرونده ګروته تخمونه او کمياوي سرې په کې ورکول شوي او سږ کال هم دغه پروسې ته انګلستان او دامريکا متحده ايالاتو ترټولو زياتې پيسې ورکړي دي ، نږدي ټولو ولسواليو کې به څلويښت زره بزګرو ته کمياوي سري تخمونه او نيالګي ورکړي خو داځل يي دويش پرسر نه يوازې ددرغليو خبرې راپورته شوي بلکې ددي پروسې دتخمونو اوسرې دکيفيت څخه هم ډير بزګرشکايت کوي.

دنادعلي ولسوالي يوتن اوسيدونکو او دټولنيزي شورا غړى وايي اولس ميلونه ډالره ډيرې پيسې دي خو تخمونو يې ددوي دکښتونو حاصلات راکم کړى دي.
دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شورى سره نه يوازې ځيني کسان دتخمونو ويش په سر ددرغليو ادعالري بلکې يو شمير کسان وايي په دې ولسوالۍکې دانکشافي شورا له لورې چې اکثره چارې يې دکليو دپراختيا او بيا رغوني له رياست سره شريکې دي دزياتو ژورو څاګانو دکندولو پروسه هم روانه وه چې دوي بياهم دټولنيزي شورا پرريس هلمند وال باندې تورلګوي او وايي ددې په ځاى چي ژورې څاګاني وړيا خلکو ته کیندل شي پرسر يې پيسې اخيستل کيږي .

خو دنادعلي دټولنيزې او انکشافي شوراګانو ريس عبدالاحد هلمندوال يي نه مني وايي په تيرو دريو کلونو کې ددوي انکشافي شوراتوانيدلې ده چې تر زرو زياتې څاګاني خلګوته وباسي .

هلمند وال ديو شمير کسانو هغه تورونه هم رد کړل چې ګواګي دټاکنو دورځې دامنيت او دخلکو دهڅونې په خاطر چې داربکيو له پاره کومې پيسې بېلې شوې وې د خپل جیب ته غورځولې دي .

نوموړي داسې اسناد رسنيو ته وښودل چې له مخې یې ده هڅه کوله ثابته کړي چې پیسې یې مستخقو کسانو ته رسولې دي.
ده وويل دوه يادرې کسان پاتې دي چې هروخت ده ته مراجعه وکړي نو خپلې پيسې به ترلاسه کړي .

په نادعلي کې دحاصل خيزو سيمو دتخمونو او کمياوي سرې په سر روانې ناندرې دومره زیاتې شوې چي دځيني راپورنو له مخي دهلمند والي دتخمونو اوکمياوي سري دناسم کيفيت په خاطر هغه دري تنه قرارداديان چي ناسم تخمونه يي رانيولې وو په زندان کې اچولي دي.
XS
SM
MD
LG