د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

حمیدزاده: د انتخاباتو دنتایجو ځنډیدیلو په هېواد کې شرایط خراب کړي دی


حميدزاده، هيله وښوده چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون ژرترژره خپلې چارې بشپړې او د انتخاباتو نتايج اعلان كړي.
حميدزاده، هيله وښوده چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون ژرترژره خپلې چارې بشپړې او د انتخاباتو نتايج اعلان كړي.

د جمهور رييس حامدكرزي وياند همايون حميدزاده دسې شنبى په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل چې، په هيواد كى د اوسنيوخرابو شرايطو علت، د انتخاباتو د نتايجو د اعلان ځنډيدل دي.

د افغانستان د جمهوري رياست مقامات وايي، د انتخاباتو د نتايجو د اعلان ځنډېدلو، په هيواد كې د مختلفو چارو په روان بهير ناوړه اغيزه كړې ده.

دا خبره د جمهور ريیس وياند همايون حيمدزاده د سې شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وكړه او ويې ويل چې، له كابو دوو مياشتو راهيسې، په هېواد كې ناامني زياته شوې، په ملي عوايدو كې د پام وړ كموالى راغلی او د خلكو د ژوند روان بهير ټكنی شوی دی.

ده د دې ټولو ستونزو علت، د انتخاباتو د نتايجو ځنډېدل وګڼل:

"د انتخاباتو بهیر مو اوږد شو او د نتایجو اعلان زیات وخت ونیو، دې وضعیت خاص شرایط رامنځ ته کړل، چې په هېواد کې نا امني زیاته او په ملي عوایدو کې یې کموالی راوست.

همدا رنګه یې نورې ډېرې ستونزې هم پېښې کړې، چې عمده علت یې د انتخاباتو د نتایجو اعلان ځنډول دي."

حميدزاده، هيله وښوده چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون ژرترژره د دوی چارې بشپړې او د انتخاباتو نتايج اعلان كړي.

په دې هكله بيا د چارو كارپوهان وايي، په هېواد د روانونا امنيو او نورو ستونزو علت يوازي د انتخاباتو د نتايجو د اعلان ځنډيدل نه بلكې، دولتي ارګانونه هم خپلې دندې په ښه توګه پرمخ نه وړي.

د سياسي چارو يو كارپوه اسداله والوال جي وايي:

"باید ناوړه اغېزه یې نه وای کړې، د دولت کار کوونکي، چې په خپله داسې خبرې کوي که چېرې دوی خپل مسوولیت درک کړي، روانې چارې په ښه توګه پرمخ بوزي او نظام کنټرول کړي داسې شرایط نه رامنځته کيږي."

د يكشنبى په ورځ د هېواد د امنيتي شورا په غونډه كې هم، په هېواد كې ناامنيو او په مختلفو چارو كې روانو ستونزوته اشاره شوې اوهغې غونډې هم د دې علت، د انتخاباتو د نتايجو د اعلان ځنډېدل ګڼلي دي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، د يو لړ تخنيكي ستنونزو له مخې، د انتخاباتو نتايج له ځنډ سره مخ شوي دي او كوښښ كوي چې، په راتلونكو څو ورځو كې ټولې نيمګړتياوې پوره او د انتخاباتو نتايج اعلان كړي.
XS
SM
MD
LG