د افغانستان د سولې د ملي جرګې دوره يي رييس باختر امين زي په بين الافغاني مذاكراتو ټينګار وكړ او ويې ويل، په هېواد كې د دوامدارې سولې او ثبات لپاره له وسلوالو مخالفينو سره خبرې اترې يوه اړتيا ده.
هغه وويل، بايد له دواړو وسلوالو طالبانو اود ګلبدين حكمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره خبرې اترې وشي.
امين زي د سولې لپاره روانې هلې ځلې نيمګړې وبللې او ويې ويل، د خبرو اترو داسې يو بهير بايد رامنځ ته شي چې په جګړې كې ښكيلې ټولې خواوې په كې برخه ولري:
"موږ بايد داسې بين الافغاني مذاكراتو ته زمينه هواره كړو، چې په هغې كې افغانان، د افغانستان د دولت مخالفې ډلې طالبان او حكمتيار، د افغانستان دولت او امريكا برخه ولري او داسې يوه ستراتيژي رامنځ ته شي چې جنګ په كې نه وي او سولې ته لاره پرانيزي.
د افغانستان دولت هم د تېرو څو كلونو راپه دېخوا د سولې لپاره غږ كوي خو له بده مرغه په دې برخه كې يې عملي ګامونه نه دي اخيستي."
د سولې د ملي جرګې ریيس په افغانستان د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان مك كرسټال له غوښتنې سره هم مخالفت وښود، چې افغانستان ته يې د شاوخوا څلويښتو زرو نورو عسكرو د ليږلو غوښتنه كړې.
هغه وويل، افغانان په خپلې خاورې كې د بهرنيو ځواكونو له حضور سره مخالف دي او نه هم اضافي عسكر د افغانستان وضعيت ښه كولاى شي.
امين زي وويل:
"امريكا په دې فكر كې ده، چې څلويښت زره نور عسكر افغانستان ته واستوي.
موږ او تاسو ته معلومه ده چې افغانستان يو داسې هيواد دى، چې د تاريخ په اوږدو كې يې پرخلكو چا د جګړې له لارې كاميابي نه ده ترلاسه كړې.
موږ د دغه مطبوعاتي كنفرانس له لارې په امريكا، ناټو او د هغوى په متحدينو غږ كوو، چې د جنګ لاره پريږدي او نور عسكر افغانستان ته ونه ليږي."
په افغانستان كې د ټولو بهرنيو ځواكونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مك كريسټال د افغانستان په اړه په خپلې وروستى ارزونه كې خبردارى وركړ، چې كه دغه هيواد ته اضافي عسكر وانه ستول شي نو د افغانستان جګړه به په يوه كال كې وبايلل شي.
د بارك اوباما ادارې تر اوسه پورې د مك كرسټال غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ويلى.
د دغې ادارې چارواكي وايي، د اضافي عسكرو د ليږلو په اړه د افغانستان په اړه د مك كرستيال د وروستي راپور ترغور وروسته وشي. دوى وايي دا غور او څيړنه ښايي څو اونى ونيسي.