د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۹

ګالبریت : زما د لېرې کولو لپاره یې پلمه جوړه کړه


په افغانستان کې د ملګروملتونو د دفتر مرستیال چې څه وخت مخکې له کاره ګوښه شو، وايي، ملګروملتونو نه یوازې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو مسئله له پامه وغورځوله، بلکې ده ته یې دا هم وویل چې پټه خوله پاتې شي او بیا يې د ده لیرې کولو ته پلمه جوړه کړه.

پیټرګالبرېټ چې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي کای آیډې مرستیال و، دا څرګندونې په هغه مقاله کې چې سرلیک يې دی د افغانستان په انتخاباتو کې ما څه ولیدل، او نن، یکشنبې په واشنګټڼ پوست ورځپاڼه کې خپره شوه لیکلي دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي پخوانی مرستیال پیټرګالبرېت لیکي، تېره اونۍ د ده له ګوښه کېدو مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي وروستۍ سپارښتنه ده ته دا وه چې باید له مطبوعاتو سره خبرې ونکړي. دی وايي چې ده دا خبره ومنله، او وروسته د یوه مسوول مقام له خواهم ډاډ ورکړل شو چې که دی له کاره ګوښه شي نو خلک به فکر وکړي چې د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو له موضوع سره د چلند په برخه کې د ملګروملتونو په ماموریت کې دننه اختلاف شته.

ګالبریت زیاتوي، خو چارواکو ددې پرځای اعلان وکړ چې دده لیرې کول په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماموریت په ګټه اقدام دی، او دا خبره یې افشا کړه چې ده له خپل پخواني ملګري، د سرمنشي له ځانګړي استازي کای آیډې سره شخړه کړې ده.

ګالبریت چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا دځانګړي استازي ریچاردهولبروک نژدې ملګری بلل کېږي په خپله مقاله کې لیکي، که په افغانستان کې زموږ اهداف لوړ او بااهمیته نه وای نو ما ښايي حتی په دې لانجه کې چې څو میاشتې مخکې پېښه شوه، دا وروستی غیرمنصفانه اقدام هم زغملای وای.

دی زیاتوي، زما په نظر په انتخاباتو کې تقلب هغه حقیقت و، چې یا باید ملګروملتونو اعتراف پرې کړی وای او یا یې په هغو افغانانو کې د خپل اعتبار د له لاسه ورکولو خطر منلی وای چې، د ولسمشر حامدکرزي ملاتړ یې ونکړ.

پیټرګالبرېټ چې په کرویشیا کې د امریکا پخوانی سفیر دی، په خپله لیکنه کې د ملګروملتونو د هغو اقداماتو یو فهرست برابر کړی چې په هېواد کې د بحران د مخنيوي لپاره يې د ده په وینا په انتخاباتو کې پر تقلب سترګې پټې کړې.
XS
SM
MD
LG