د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

ډېر ژر به د حیرتان او مزارشریف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ وغځول شي


د افغانستان د ماليې وزارت او په افغانستان كې د اسيا پرمختيايي بانك تر منځ د چهار شنبې په ورځ د ۱۶۵ مليونو ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليك لاسليك شو، چې د دغه تفاهم ليك له مخې به د حيرتان او مزار شريف د اور ګاډي د پټلۍ د غځولو كار تر سره شي.

د افغانستان د ماليې وزير ډاكټر عمر زاخيلوال د چهارشبې په ورځ د دغه تفاهم ليك د لاسليكولو پر مهال وويل، چې هيله من دى دا پيلامه په ټول افغانستان كې د داشان هڅو يو دوام اووسي:

"هيله ده چې د دې پروژې كار تر لاسليك ورسته پيل شي، دا د افغانستان لپاره يوه نوې خبره ده او هيله كوو دا په ټول افغانستان كې د اور ګاډي د پټليو د غځولو لپاره د دوام ټكى اووسي."

په دغه غونډه كې د افغانستان د تراسپورت، سوداګرۍ او صنايوو وزيرانو، د فوايد عامې وزارت مرستيال او له افغانستان كې د اسيا د پرمختيايي بانك استازې هم ګډون كړى و.

د افغانستان د سوداګرۍ وزير وحيدالله شهراني وويل، چې تر دې ورسته به د اندخوى، اقينې او لنډې كوتل، جلاال اباد د اور ګاډي د پټليو د غځولو كار هم پيل شي.

دغه شان په افغانستان كې د اسيا د پرمختيايي بانك استازې بالا بسكارل ليدي باتورا هم دغه پروژه ډيره مهمه وګڼله:

"دا پروژه ډيرې ګټې لري او دا په دې برخه كې افغانسنان لپاره لومړنۍ پروزه ده.

د دغې پټلۍ له لارې به افغانستان له پاكستان، ايران، تاجكستان او تركمنستان سره ونښلي او د دغو هېوادونو تر منځ به اقتصادي همكارۍ هم پراخې شي."

د معلوماتو له مخې به دغه پروژه په يو نيم كال كې بشپړه شي او هر كال به افغانستان له دې پټلۍ څخه دونيم مليارډه ډالره عايد تر لاسه كړي.

د كارپوهانو په وينا د دغې پټلۍ په جوړېدلو سره به افغان سوداګرو ته هم د سوداګرۍ ښې اسانتياوې برابرې شي او دوى به وكولاى شي، چې خپل مالونه او افغاني توليدات تر نړيوالو بازارونو پورې په ډاډمن او هوسا ډول ورسوي.
XS
SM
MD
LG