د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۳

د افغانستان برېښنا تصدۍ د برښنا شرکت ته ولېږدول شو


د افغانستان د اوبو او انرژۍ، ماليې، اقتصاد اوښاري پراختيا د وزارتونوترمنځ د يوه تړون له مخې د برښنا تصدۍ د افغانستان د برښنا شركت ته وليږدول شوه .

د افغانستان د اقتصاد وزيروايي، چې د برېښنا د سكتور د پياوړي كولو او د برښنا د ښه تنظيم او وېشلو په هدف د برښنا تصدۍ د افغانستان برښنا شركت ته انتقال شوه.

د اقتصاد وزير جليل شمس د چهار شنبې په ورځ څرګنده كړه، چې دا كار د دولتي تصديو د خصوصي كولو د پاليسۍ او د جمهوررييس د فرمان له مخې شوى، له دې سره به د برېښنا له ضايع كېدو څخه مخنيوى وشي او خلكو ته به د برېښنا په برخه كې ډېر سهولتونه رامنځ ته شي.

ښاغلى شمس، چې په عين حال كې د برښنا شركت دوره يې رييس هم دى، له مرسته كوونكو هېوادونو څخه وغوښتل چې له دې شركت سره مرسته وكړي، ترڅو مهم او د خلكو له غوښتنې سره سم كارونه ترسره كړي:

"کومې مرستې، چې تر اوسه شوي د قدر وړ دي خو کمې، د دې لپاره چې دغه پروسه ښه پرمخ بوزو او کامیابۍ ته ورسیږو باید له موږ سره نورې مرستې هم وشي.
دې ته اړتیا لرو، چې په لومړۍ مرحله کې برېښنا شرکت باید ډېر کارونه ترسره کړي."

برېښنا شركت ته د برېښنا تصدۍ د وركولو د تړون د لاسليكولو په مهال د اوبو او انرژۍ وزير وويل، چې په راتلونكې كال كې به نه يوازې په كابل ښار بلكه په ځينو ولايتونو كې به هم دايمي برښنا خلكو ته وركړی شي.

په عين حال كې د ماليې وزارت چارواكي وايي، چې د امريكا متحدو ايالاتو د افغانستان د انرژۍ په برخه كې د شلو ميليونو ډالرو مرستو ژمنه كړې.

دوى څرګندوي، چې د انرژۍ په برخه كې له دې هيواد سره د مرسته كوونكو هېوادونو او موسسو د مرستې اندازه څه باندې يوميليارد ډالرو ته رسيږي، چې له دې سره به د دوى په خبره په افغانستان كې د برښنا برخه ډيره پياوړې شي.

په كابل كې د امريكا اقتصادي استازي انتوني وېټ له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينګار وكړ او ويې ويل، چې د برښنا له نوي شركت سره به هم دوى مرسته وكړي:

"دا خلکو ته د خدماتو په برخه کې د افغانستان د دولت له لوري، یوه ښه او مثبته برېکړه ده، برېښنا د خلکو د هوساینې او اقتصاد پرمختګ لپاره اساسي اړتیا ده او خلکو ته په ژوند کې ډېر سهولتونه برابرويت.
موږ له افغانستان د مرستې کوونکي په توګه هیله من یو، چې وتوانیږو له دې پروګرام سره پراخې مرستې وکړو."

د افغانستان د برېښنا شركت دوره يې رييس تعهد وكړ، چې د برښنا د وېشلو هڅې دوام لري او تر راتلونكو څلورو كلونو پورې به د برښنا بيیه لوړه نه شي.

بل لور ته خلك شكايت كوي، چې لاهم د كابل ښار په ډېرو سيمو كې برېښنا نشته او د برېښنا بيه هم ډېره لوړه ده.

دوى وايي، چې د برېښنا د دولتي تصدۍ سپارل يوه بل دولتي شركت ته به د برېښنا د ښه تنظيم او ويشلو په برخه كې لكه څنګه چې لازمه ده او خلك يې غواړي ګټور تمام نه شي.

XS
SM
MD
LG