د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۱۱

په جرمني کې نن ملي انتخابات کېږي


اټکل کېږي چې د جرمني صدراعظمه انګېلا میرکل به بیا هم ددې انتخاباتو ګټونکې وي.

په جرمني کې د جرمني خلکو نن په ملي انتخاباتو کې د رايو ورکول پیل کړل. تمه ده چې د دې انتخاباتو ګټونکې به صدراعظمه انګېلامېرکل وي.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني د نړیوال بحران له اغېزو او په افغانستان کې د دې هېواد د ماموریت له وجې له کورنیو مخالفتونو سره لاس ګرېوان ده.

اټکل کېږي چې د جرمني ننني انتخابات به د ۴ کلونو لپاره بیاهم انګېلامېرکل د دې هېواد د صدارت پر مقام پاتې کړي.

خو ښايي د معتدلو ښي اړخو ګوندونو ائتلاف چې مېرمن مېرکل وايي په جرمني کې د اقتصادي ودې لپاره ضروري دی ړنګ شي.

انګېلامېرکل چې په تېرو څلورو کلونو کې له سوسیال دیموکرات ګوند سره د ستر خو متزلزل ائتلاف په راس کې وه، لاهم د جرمني په خلکو کې منلې ده او په نظرپوښتنو کې يې له خپلو سنتي سیاسي سیالانو څخه له اتو تر لسو پورې زیات پاینټونه ګټلي دي.

خو په تېرو څو اونیو کې، په دې هېواد کې د انتخاباتي کمپاینونو له پیل وروسته مسیحي ډیموکرات ګوند په خلکو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ او مېرمن مېرکل نوره نور له آزادو دیموکراتانو سره پر ائتلاف ډېره ډاډمنه نه ده.

د انتخاباتو له پیل سره سم په دې هېواد کې نن کلک امنیتي تدابیر ټینګ شوي و. القاعده شبکې تېره اونۍ د جرمني خلکو ته خبرداری ورکړ چې که د داسې یوه حکومت ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې پوځي حضور لري نو سختې حملې به وکړي.

د جرمني په انتخاباتو کې د رايو د شرایطو لرونکو خلکو شمېر ۶۲ میلیونه دی او په پام کې ده چې د رایو لومړني نتایج نن د برلین په وخت د ماښام په ۶ بجو اعلان شي.

د جرمني انتخابات په داسې وخت کې کېږي چې د دې هېواد اقتصاد د نړیوال اقتصادي بحران له ناوړه اغېزو د راوتو په حال کې دی.

دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې جرمني له داسې یوه سخت حالت سره مخامخ شوې ده.

پر اقتصادي مسایلو سربېره په بهرنۍ پالیسۍ کې هم د جرمني په وړاندې لويې ستونزې پرتې دي چې یوه یې په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي حضور مسله ده.

د جرمني ۴۲۰۰ سرتېري له نژدې ۸ کلونو راهیسې د ناټو په مشرۍ د آیسف په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري.

د جرمني ځواکونو لویه برخه د افغانستان په شمال کې دېره دي. که د هېواد په شمال کې ناآرامۍ، چې په دې وروستیو کې يې په اړه راپورونه ورکړل شوي، دوام وکړي نو د افغانستان ماموریت به، د بریالیتوب په صورت کې د مېرمن مېرکل لپاره لوی سرخوږی وي.

له کمونیست ګوند پرته د جرمني ټول عمده ګوندونه په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي ماموریت ملاتړ کوي، او ځکه خو د افغانستان ماموریت د دې هېواد په انتخاباتي کمپاینونو کې ډېره مهمه موضوع نه وه، خو که سوسیال ډموکرات ګوند د جرمني له نوې حکومت سره په مخالفت کې راشي، نو ښايي د افغانستان جګړه به په راتلونکي پارلمان کې تاوده بحثونه راوپاروي.

د جرمني چاپ برلینزڅایتونګ ورځپاڼې تېره اونۍ په خپله سرمقاله کې ولیکل، که د افغان ملي اردو او پولیسو د پیاوړي کولو اغېزمنې هڅې ونشي نو افغانستان به د امریکا لپاره دوهم او د جرمني لپاره لومړی ویتنام شي.

په افغانستان کې مېشتو جرمني ځواکونو لادمخه خپلې رایې د پوستې له لارې ورکړې دي، خو په جرمني کې، خلک د سهار په اوو بجو په داسې حال کې د رايو مرکزونو ته ولاړل چې ډېره ښه هوا چلېده.
XS
SM
MD
LG