د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

ملا سلام: افغان او نړېوال ځواکونه راسره د طالبانو د بریدونو په شا کولوکې مرسته نه کوي


ملاسلام وايي کله چې څه موده مخکې دده پر کور باندې طالبانو یرغل وروړ سره له دې چې دې کابل کې و او هلته یې له ولسمشر رانېولې د فاع او کورنیو چارو تر وزیرانو له ټولو مرسته وغوښته خو تر پای یې څوک مرستې ته ورو نه رسیدل.
ملاسلام وايي کله چې څه موده مخکې دده پر کور باندې طالبانو یرغل وروړ سره له دې چې دې کابل کې و او هلته یې له ولسمشر رانېولې د فاع او کورنیو چارو تر وزیرانو له ټولو مرسته وغوښته خو تر پای یې څوک مرستې ته ورو نه رسیدل.

د موسی کلا ولسوال چې یو وخت د طالبانو قومندان و او بیا له دولت سره یو ځای شو وايي ، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په شا تنمبولو کې ورسره ، بهرني ځواکونه ، افغان ملي اردو او ملي پولیس هسې همکاري نه کوي څنګه چې په کار ده .

نوموړی وايي ملي پولیس او ملي اردو په خپل سره عمل نه شي کولای او بهرني سلاکاران یې له ده سره مرستې ته نه پرېږدي .

دده په وینا په سېمه کې میشت نړېوال ځواکونه د طالبانو د څرګندو ځايي ډلو پر ضد اقدام نه کوي او په سېمه کې ناکرارۍ ورځ په ورځ زیاتېږي .

د ملا سلام په وینا وړمه شپه پرڅلور بجې دموسی كلا په شا كاريز سيمه باندې لسګونو طالبانو حمله وكړه . جګړه دشپې له څلور بجونه بيا ددې بل سهار تر يولس بجو پورې وغزيدله .

ملا سلام زیاتوي په دې جګړه کې ۱۵طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول. همدا راز نوموړي د یو تن پولیس وژل کېدل او د اوو تنو نورو ټپي کیدل هم تایيد کړل.

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په موسی كلاكې يې ګڼو كورنيو او بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو طالبانو ته اوښتې تلفات نه مني.

د موسی کلا د امنیتي وضیعت او دغلته د بهرنیو او کورنیو سرتېرو تر منځ د مناسباتو پر موضوع مو د موسی کلا له ولسوال ملا سلام سره مرکه کړې چې دلته یې اوریدلی شۍ :
XS
SM
MD
LG