د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد او د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې رييس ګلرحمان قاضي د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې د سيمې هيوادونه په دې پوه شوي چې د افغانستان په چاروكې مداخله د دوى په زيان ده.
د ښاغلي قاضي په خبره همدالامل دى، چې ګاونډيو هېوادونو د افغانستان د انتخاباتو لومړني نتايج تاييد كړي خو ده د ځينو لويديځو هيوادونو دريځ د دې هيواد د انتخاباتو د نتايجو په اړه څرګنده لاس وهنه وبلله:
"د اسیایی هېوادو او ځینو ګاوډیانو موضع ګیري ته مداخله نه شو ویلای، خو د غربي هېوادونو موضع ګیري مداخله ده.
هیله ده چې هغوی خپلې مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان په اومورو کې دې مداخله نه کوي او د دې ملت دوستي خپله کړي."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې د افغانستان ځينو ګاونډيو هېوادونو لكه پاكستان، ايران، چين او د هند او روسيې په څير يو شمېر سيمه ايزو هيوادونو د افغانستان د انتخاباتو لومړني نتايج تاييد كړي او ځينو هيوادونو حتى ولسمشر كرزي ته په انتخاباتو كې د بريا مباركي هم ويلي ده.
خو ځينو اروپايي او لويديځو هېوادونو بيا ويلي دي چې د افغانستان په انتخاباتو كې درغلۍ زياتې وې، بايد چې په دې اړه جدي څيړنې وشي او حتى ځينو لويديځو هيوادونو په يوه ډول د دوهم ځل انتخاباتو د ترسره كيدو مساله هم ياده كړې ده.
په عين حال كې په كابل كې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر د انتخاباتو د نتايجو په اړه د نړۍ د مختلفوهېوادونو د دريځونو په اړه څه نه وايي او دا دهغوى كار بولي.
خو د يونما يوې وياندې نيلاب مبارز ازادۍ راډيو ته وويل هغه څه چې دوى يې غواړي هغه دا دي چې د انتخاباتو وروستي نتايج په عادلانه او شفاف ډول ډير ژراعلان شي:
"ښاغلی کای ایډن د انتخاباتو له مستقل کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون نه غواړي چې ژر تر ژره دې د تایید شوي نتایج د بین المللي معیارونو سره سم او د شفافیت درلودلو سره یوځای ممکن کړي، دغه نهایي نتایج چې اعلانیږي، باید د افغانستان د خلکو د ارادې مظهر وي."
د افغانستان د انتخاباتو لومړني اعلان شوي نتايج ښيي چې ولسمشر كرزي د څه باندې څلورپنځوس فيصده رايو په ګټلو سره انتخابات ګټلې خو په عين حال كې داسې شكايتونه شوي چې د ښاغلي كرزي په ګډون د ځينو كانديدانو په ګټه په انتخاباتو كې ډيرې درغلۍ شوي.
د اروپايي څارونكو ډله وايي چې نږدې يونيم ميليون رايې مشكوكې دي او بايد چې په جدي توګه وڅيړل شي.
له دې سره جوخت په يوشمير ولايتونو كې د انتخاباتو په ملاتړ غونډې جوړې شوې او يو شمير خلكو خبردارى وركړى كه انتخابات د دوهم ځل لپاره ترسره شي دوى به په كې برخه وانخلي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون بیا ويلي دي، چې دوى به دانتخاباتي شكايتونو د كميسيون د پريكړو درناوى كوي او هره فيصله چې نوموړى كميسيون وكړي د دوى لخوا به اعلان شي.