د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

امریکا د افغانستان د انتخاباتو له جنجاله وروسته پرافغان ستراتیژۍ غور کوي


ولسمشربارک اوباما
ولسمشربارک اوباما
سپینې ماڼۍ د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلۍ له ادعاوو وروسته، د افغانستان په اړه پر خپله ستراتيژۍ غور کوي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې ولسمشراوباما په د ناټو او امریکا د مېشتو ځواکونو د عمومي قوماندان په غوښتنه افغانستان ته د اضافي ځواک له استولو مخکې غواړي د دې هېواد د وضعیت په اړه یو روښانه تصویر ولري.

وروسته له دې چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نتایجو د مشروعیت په اړه شکونه رامینځ ته شول، ولسمشربارک اوباما چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو لپاره تر فشار لاندې دی، په دې برخه کې زړه نازړه شوی دی. په دې اړه امریکايي چارواکو پرون توضیحات ورکړل.

ولسمشر اوباما چې په افغانستان کې د یوه نیمګړي پروګرام په عملي کولو کې د بېړې له وجې د ډیموکراتانو تر فشار لاندې دی، او جمهوري غوښتونکي يې بیا په دې برخه کې په ناغېړۍ تورنوي، د افغانستان په اړه د خپلې نوې ستراتیژۍ ژوره څېړنه پیل کړې ده.

د سپينې ماڼۍ یو مقام وايي، حتی د وسله والو پرضد د مبارزې ډېره اغېزمنه ستراتیژي هم نشي کولای د یو قانوني حکومت له موجودیت پرته ګټوره وي. د دې مقام په وینا په سپینه ماڼۍ کې اوس په دې اړه جدي بحثونه روان دي چې په افغانستان کې باید راتلونکي اقدامات څه وي.
د امریکا دفاع وزارت تمه لري چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل به ډېر ژر افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو غوښتنه وکړي. خو په دفاع وزارت او سپینه ماڼۍ کې چارواکي وايي چې د ولسمشرحامدکرزي د حکومت د مشروعیت په اړه شکونو دا مهال وېش ځنډولی دی.

د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه د جنرال مک کرېسټل د څېړنې په یوه برخه کې چې واشنګټن پست ورځپاڼې ته ترلاسه کړی، د وسله والو طالبانو پرضد د مبارزې د ناکامۍ په اړه خبرداری ورکړل شوی او د راپورونو له مخې ښاغلی مک کرېسټل ښايي ډېر ژر افغانستان ته د څلوېښت زره نورو سرتېرو د استولو غوښتنه وکړي.

خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې د ولسمشراوباما اداره په دې برخه کې له وروستۍ پرېکړې مخکې، د افغانستان د وضعیت په اړه یو روښانه تصویر ولري.

د ډیموکرات ګوند مشران د اوباما له ادارې غواړي چې امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره وخت ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، سمه ده چې د افغانستان په انتخاباتو د قانوني نتایجو نشتوالی د امریکا په پرېکړه کې بې اغېزې نه دی، خو د امریکا ځینې نور پوځي چارواکي بیا په دې نظر دي چې سپینې ماڼۍ دا موضوع تر یوه حده پلمه کړې او افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو پرېکړه يې ځنډولې ده.

د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور جان مک کېن وايي، افغانستان ته د نورو سرتېرو استول یوه بېړنۍ موضوع ده او دا چې ولسمشر اوباما جنرال مک کرېسټل ته وايي، خپلې غوښتنې دې وځنډوي د ده لپاره د حیرانتیا خبره ده.
XS
SM
MD
LG