د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ملګرې ملتونه : د افغانستان دانتخاباتو شخړه تر ژمې مخکې هوارېږي


علیم صدیق وايي په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، د دويمې دورې د انتخاباتو له ستونزو ټول خبر دي.
علیم صدیق وايي په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، د دويمې دورې د انتخاباتو له ستونزو ټول خبر دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د انتخاباتو ستونزه، د ژمي له رارسېدو مخکې اوارېدای شي.

په کابل کې د ملګروملتونو د دفتر ویاند حلیم صدیق پرون وویل، دی ډاډه دی چې د رایو د بیاشمېرنې کار به چټک وي، څو معلومه شي چې آیا ددې انتخاباتو ګټونکی کرزی دی او که به دوهمې دورې ته پاتې وي. صديقي زیاته کړه چې د احتیاط لپاره د رایو پاڼې چاپ شوې او تیارې دي.

د انتخاباتو مقدماتي نتایج ښيي چې ولسمشرحامدکرزی په سلو کې د ۵۴.۶ رايو په خپلولو سره په لومړۍ دوره کې د انتخاباتو ګټونکی دی، خو د ملګروملتونو څارونکي دفتر د درغلیو له ادعاوو وروسته، د رایو د یوې برخې د بیاشمېرنې امر کړی.

که چېرته د رایو له بیاشمېرنې سره د کرزي رایې دومره کمې شي چې ونشي کولای په سلوکې پنځوس جمع یو پوره کړي نو په هغه صورت کې باید د ده او ډاکټر عبدالله ترمینځ دوهمه دوره انتخابات وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي د شنبې په ورځ وویل چې که د دوهمې دورې انتخاباتو پرېکړه وشي نو یا باید د اکتوبر د میاشتې په دریمه اونۍ کې وشي او یا باید بل کال ته پاتې شي، ځکه په ژمي کې د سختو لارو له وجې دا کار ناممکن دی.

صدیق وویل، په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، د دوهمې دورې انتخاباتو له ستونزو ټول خبر دي خو دا ټول د احتمالي دوهمې دورې لپاره زموږ تصمیم پیاوړی کوي چې دا کار په خپل ټول توان سره سږکال وکړو.

صدیق زیاته کړه د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون، ښايي د درغلیو د ادعاوو په اړه د څېړنو چاره په دې توګه ګړندۍ کړي چې د رایو ورکولو له مشکوکو مرکزونو څخه د رایو یوه نمونه غوره کړي او د هغه له مخې شمېر ورته وکړي چې آیا درغلي په دې حد کې وې چې د ښاغلي کرزي د بریالیتوب مخه ونیسي.

د یوه بل راپور له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د انتخاباتو په اړه د تبصرې په ترڅ کې وویل، د افغانستان انتخابات هسې چې امریکا يې هیله لرله آسانه نه وو.

د اوباما په وینا، په دې برخه کې چې دا انتخابات د هېواد په ځینو برخو کې څنګه ترسره شول، یولړ جدي مسایل شته.
د امریکا ولسمشر تېره ورځ د امریکا له څو ټلویزیوني شبکو سره د مرکو په ترڅ کې زیاته کړه، نړیوال باید انتظار وکړي او وویني چې آیا د پراخو درغلیو ادعاوې به د دې انتخاباتو پر نتایجو اساسي اغېز وکړي کنه.
XS
SM
MD
LG