کرزي یو واربیا پر مخالفینو غږ وکړ چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او د سولې او د بيارغونې له بهير سره يوځای شي، جمهور ریيس حامد كرزي ته د جمهوري رياست د تشريفاتو د ګارډ لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې هر كلی هم وويل شو.

د جمهوري رياست د تشريفاتو د ګارد لخوا جمهور ریيس حامد كرزي ته تر تود هركلي وروسته د اختر لمونځ ادا شو چې په كې د كابينې او د پارلمان زياترو غړو او نورو دولتي چارواكو او پوهانو ګډون كړی وه.
حامد كرزي د كوچني اختر د لمانځه تر ادا كولو وروسته د خبريالانو يوې ډلې ته خپلې خبرې د اختر د مباركۍ په وركولو او په هيواد كي د سولې د بهير په ګړندي كولو پيل كړې.
((د كوچني اختر مباركي ټول امت مسلمه او د افغانستان خلكو ته په ډير احترام وړاندې كوم، دا اختر دې ټولو مسلمانانو ته مبارك وي او خدای تعالي ددې نيك اختر له رويه، افغانستان ته ،اسلامي نړۍ ته، او ټولې نړي ته هغه سوله او امن راولي چې د افغانستان د خلكو ارزو او غوښتنه ده او د بشريت غوښتنه ده، ددې نيكې ورځې په مناسبت يوځل بيا هاغو ټولو افغانانو وروڼو ته چې خفه دي او يا د بل په لاس كې دي وړانديز كوم، هيله كوم چې د ورانۍ او د مملكت له ورانولو څخه لاس واخلي او راشي خپل هيواد ته په سوله كي ژوند وكړي.))
ښاغلي كرزي دغه راز په هيواد كې د وروستيو امنيتي پيښو په ترڅ كې د وژل شويو ملكي كسانو په وژل كيدو باندې يوځل بيا خواشيني وښوده او د دوی كورنيو ته يې د تسليت غوښتنه وكړه.
يو شمير حكومتي چارواكي دا هم وايي چې همدا اوس د دولت او د مخالفينو په ځانګړي توګه له طالبانو سره ددوی خبرې روانې دي خو طالبانو تر اوسه پورې دغه خبر په ښكاره توګه نه دي تاييد كړی.
ملګري ملتونه وايي چې ددې كال په لومړيو شپږو مياشتو كې تر زرو زيات ملكي كسان وژل شوي دي او دوی هم په جګړو كې له ټولو ښكيلو خواوو څخه غوښتي چې لږ تر لږه خو دې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسب چې د سپټمبر له يويشتمي نيټي يا د اختر له ورځو سره سمون خوري جګړي و نه كړي او پريږدي چي افغانان دغه اختر په خوښيو تير كړي.