د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۳

شنبې د وږي ۲۸ نېټه


د کابل ورځپاڼو په دې ښار کې پر ایټالیوي ځواکونو له وروستي مرګوني برید څخه وروسته له افغانستان څخه د ایټالیوي سرتیرو د وتلو پر اوازو هم لیکنې خپرې کړې دي.
د کابل ورځپاڼو په دې ښار کې پر ایټالیوي ځواکونو له وروستي مرګوني برید څخه وروسته له افغانستان څخه د ایټالیوي سرتیرو د وتلو پر اوازو هم لیکنې خپرې کړې دي.
ویسا:

دې د خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د افغانستان جنګ زیاته حوصله او اراده غواړي.

ورځپاڼې په دوام کې د جنرال ډیویډ پيټریوس د وینا دا ټکې هم راخيستې ، چې طالبان یوازې سرحدي سیمو او هغو سیمو ته لاس رسې لري، چې دولتي ځواکونه په کې کم دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د برتانیې د لوې درستیز په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالې مخ پر زیاتیدو دی او پر وړاندې يې باید چټک او هوډمن ګامونه واخستلې شي.

په ورځپاڼه کې د انتخاباتو پر سر د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د هغه د مرستیال ترمنځ د اختلافاتو په اړه وروستیو راپورونو ته په اشارې لیکل شوي، چې ملګري ملتونه باید د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ونه کړي.

هیواد:

دې د دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د کمکي اختر په رارسیدو تبصره کړې او لیکلي ، چې افغانان دا ځلې د کمکي اختر لپاره په داسې حال کې تیارۍ نیسي، چې د انتخاباتو وروستي نتایج نه دي اعلان شوي.

ورځپاڼې وړاندې دا غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره وروستۍ غوڅې پایلې اعلان شي څو له یوې خوا د بهرنیانو توطیې پاې ته ورسیږي او له بل لوري د خلکو خوشحالۍ هم غبرګې شي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه په سیمه ایز کچه پورته شوي غبرګونونه هم راخيستي او لیکلي دي، چې روسیې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان هر کلې وکړ.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کابل په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې د ايټالوي ځواکونو د مرګ ژوبلې په تعقیب له افغانستان څخه د ايټالوي ځواکونو د ویستلو په اړه پورته شویو بحثونو ته هم کتنه کړې او لیکلي یې دي، چې ايټالوي چارواکي په دې اړه ضد او نقیض خبرې کوي.


هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم له افغانستان نه د ايټالوي ځواکونو د ویستلو په اړه پورته شویو بحثونو ته کتنه کړې او ددغه هیواد د صدراعظم په حواله يې لیکلي ديو چې له افغانستان نه ددوی د ځواکونو وتل به ښه وي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، که څه هم ښاغلي برلسکوني د خپلو ځواکونو د ویستلو لپاره کومه ځانګړې نیټه نه ده اعلان کړې خو ویل کیږي، چې په افغانستان کې میشت ايټالوي ځواکونه به دا ځلې د کريسمس اختر پخپل هیواد کې ولمانځي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په اړه د سیمې او په تیره بیا د ایران دریځ څیړلې او لیکلي دي، سره له دې، چې د افغانستان انتخابات له درغلیو ډک وو خو دغه هیوادونه يې بریالي بولي.


اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړي دي.

انیس په خپله سرمقاله کې په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه د ځینو اروپايې هیوادونو دریځونه څیړلي او لیکلي دي، چې دا دریځونه تر ډیره له اغراضو ډک، سیاسي او یو اړخیزه وو.

خو اصلاح بیا په خپله سرمقاله کې د ملګر و ملتونو له ځانګړي استازي نه غوښتي دي، چې په انتخاباتو کې د افغانانو د ارادې ملاتړ دې وکړي او پرې نږدي، چې د ځینو مغرضو کړیو توطیې بریالۍ شي.


XS
SM
MD
LG