د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

رابرټ ګیټس، افغانستان ته درې زره نور عسکر لېږو


د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګېټس افغانستان ته د درې زړه نورو عسکرو د لیږلو پریکړه کړې ده.

د امریکا د متحد ایالاتو مرستیال ولسمشر جو بایډن وایي، د اوس لپاره دا وار له مخه خبره ده چې ووایو نور عسکر دې افغانستان ته واستول شي. جوبایډن سي این این تلویزیون ته وویل، دا به مخکې له مخکې قضاوت وي چې افغانستان ته د نورو زرګونو پوځیانو د لیږلو پریکړه وکړو.

جوبایډن زیاته کړه، په دې برخه کې به وروسته تر دې پریکړه وشي چې هغه پوځیان چې وار له مخه یې ژمنه شوې ده هغه افغانستان ته ورسیږي، هغه متخصصین افغانستان ته ورسیږي چې ژمنه یې شوې وه او د افغانستان د انتخاباتو نتیجه راووځي.

د امریکا مرستیال ولسمشر په داسې وخت کې افغانستان ته د ګڼو نورو عسکرو د لیږلو مساله په نورو مسایلو پسې غوټه کوي چې د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وینا د امریکا دفاع وزیر وایي چې ده افغانستان ته د شاوخوا درې زره نورو عسکرو د لیږلو امر کړی دی. رابرټ ګیټس وایي، دا پریکړه یې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال مککرسټال په غوښتنه کړې ده او دا عسکر د هغو پوځیانو یوه برخه نه ده چې مخکې یې ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه او ویلي یې و چې یو ویشت زره نور پوځیان به افغانستان ته واستوي.

رابرټ ګیټس د امریکا په دفاع وزرات کې خبرې غونډې ته وویل، زه غواړم چې د امریکا له دولته وغواړم چې د دې اختیار راکړي چې له اړتیا سره سم که چیرته نورو پوځیانو ته ضرورت وي، هلته یې واستوم او دې ته انتظار نه شم چې ولسمشر اوباما څه وخت د یو ویشت زره اضافي عسکرو ژمنه پرځای کوي.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې په افغانستان کې له دوه نیمو تر دریو زرو داسې کسانو ته اړتیا شته چې د سړک د غاړې ماینونه خنثی کړي او په استخباراتي چارو کې تخصص ولري.

په افغانستان کې تر بلې هرې وسیلې د سړک د غاړې ماینونه بهرنیو پوځیانو ته ډیر تلفات اړولي دي.
XS
SM
MD
LG