د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۷

افغانستان

په کابل کې ځان وژونکي حمله ملکي کسانو سربېره ایټالوي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې

په كابل كې امنيتي چارواكي وايې چې په دې ځان وژونكې حمله كې چې د كابل ښار د هوايې ډګر په سړك وشوه له ملكي كسانو سربيره ايټاليوي ځواكونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې ځان وژونکې برید ان ایټالو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي دي چې په دې پېښه كې لس ملكي كسان وژل شوي او پنځه پنځوس نورټپيان شوي.

د كابل د مركزي زون د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس عبدالغفار سيدزاده د پنجشنبې په ورځ د پيښې په ځاى كې خبريالانو ته دا تاييد كړه چې په دې پېښه كې درنه مرګ ژوبله شوې خوده څرګنده كړه چې د دې ځان وژونكې حملې د تلفاتو دقيقه شمېره نه ده معلومه:
" په دغه شمېره کې ممکن تغیرات راشي، ځکه ټول روغتونونه موږ په صحیح ډول نه دي لیدلي، باید ووایم چې بهرنیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره یې لا نه ده معلومه."

ښاغلي سيدزاده څرګنده كړه چې په دې ځان وژونكې حمله كې ايټاليوي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خوده يې د شمېر په اړه بي خبري وښوده.
خو د جرمني د ډي، پي، اې اژانس په راپور كې د ايټاليې د دفاع وزارت او په افغانستان كې د ايټاليوي ځواكونو په حواله ويل
په کابل کې ځان وژونکې حملې ټول کابل لړزولی
شوي چې په دې پېښه كې شپږ اټيالوي سرتېري وژل شوي.

دا ځان وژونكې حمله د پنجشنبې د ورځې غرمه مهال د كابل د نړيوال هوايې ډګر په سړك د بي بي مهرو بازار ته نژدې وشوه.

د پېښې په ځاى كې عيني شاهدانوازادۍ راډيو ته وويل چې دوى د ايټاليوي سرتېرو جسدونه، يوشمېر ټپيان او د هغوى درې ويجاړ شوي ټانكونه وليدل.

د پېښې په ځاى كې دوو تنوعيني شاهدانو ددې ځان وژونكې حملې په اړه داسې وويل:

"د کور ټول سامانونه مو وشیندل شو، دا چاودنه ډېره قوی وه، تراوسه پورې داسې قوي چاودنه نه وه شوی، د مړواو ټپیانو شمېره زیاته ده اوډېرې یې ملکي وګړي دي
ان تردې چې د مسجد معتکف هم شهید شوی."

دغه ځان وژونكې حمله ډيره زوروره وه او د كابل ښار ټولې سيمې يې ولړزولې، په تېره يوه مياشت كې دا دريمه ځان وژونكې حمله ده چې په كابل ښار كې په بهرنيو ځواكونو كيږي.

تردې وړاندې د كابل هوايې ډګر تر څيرمه او د كابل جلال اباد په لويه لاره كې هم دوه ځان وژونكې حملې وشوې چې د امنيتي چارواكو په خبره د بهرنيو ځواكونو تر څنګ يې ډيرشمېر ملكي كسان هم ووژل او ټپيان كړل.
دې ځان وژونکې برید د کابل د کورنو ټولې شیشي ماتې کړي


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملې مسووليت منلى او ادعاېې كړې چې په دې پېښه كې يې لس ايټاليوي عسكر وژلي او د هغوى څلور ټانكونه يې ويجاړ كړي.

ايټالوي ځواكونو لا تر اوسه په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې.

ولسمشركرزي هم په يوه خپره شوې اعلاميه كې دا ځان وژونكې حمله سخته غندلې ده.

كه څه هم افغان امنيتي چارواكي وايې چې له كابل ښارڅخه يې ټينګ امنيتي كمربندونه تاو كړي خو دغو پرله پسې ځان وژونكو حملو او په كابل ښار باندې د توغنديو ويشتلو ته په كتو سره خلك له امنيتي پلوه اندېښمن دي اوغوښتنه كوي چې بايد امنيتي تدابير نورهم جدي شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پکتیا کې چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي ووژل

ارشیف، پکتیا کې د یوې چاودنې له سیمې پورته شوي لوګي

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د وسله‌والو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۳ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال رسنیو ته وویل چې دغه ملکي وګړي د زرمت ولسوالۍ په مموزیو سیمه کې په عامه لاره کې د خښ شوي ماین چاودنې له امله وژل شوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و چې د ګردېز-زرمت ترمنځ په یو شمېر لارو کې یې د نظامي قطارونو د مخنیوي په هدف ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو

افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین پيل

نن په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو سراسري واکسین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په ګډه دا واکسیناسیون پیل کړی.

تمه ده د جون تر ۱۷مې شاوخوا نهه ملیونه او نهه لکه افغان ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي له درې ملیونو او درې لکو زیات ماشومان به په یو شمېر سیمو کې د واکسین له اخیستلو محروم وي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د ملا د تیر ترمنځ مهمه عصبي رشته یا نخاع زیانمنوي او بالاخره د ناروغ د ګوزڼ سبب ګرځي.

قاضي محمد امین وقاد مړ شو

ارشیف، قاضي محمد وقاد د ازادي راډیو په یوه ژوندۍ خپرونه کې د ګډون پر مهال. 22September2011

جهادي قوماندان او د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد نن وفات شو.

د ښاغلي وقاد زوی صهیب وقاد ازادي راډیو ته د هغه مړینه تأیید کړه.

هغه وویل چې پلار یې له دوو کلونو راهیسې ناروغ و او په دې وروستیو کې یې صحي وضعه د زړه او سږو د ناروغۍ له کبله ډېره نازکه وه چې بالاخره نن د اکسیجن د کمښت له امله وفات شو.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا وبا هم ګڼې وتلې افغان څېرې اخیستې دي.

تازه نن د ولسمشر سلاکار او فرهنګي څېره محمد نبي مصداق هم ومړ.

ښاغلی مصداق کلونه په رسنیو کې کار کاوه.

تر دې مخکې پرون د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او لرغونپوه پروفیسور رسول باوري هم د کرونا له امله ومړ.

د ناټو غونډه؛ دغې سرمشریزه کې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو هم بحث کېږي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیه‌يي بحث کې د خبریالانو د پوښتنو د ځوابولو پر مهال

د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه، د شمالي اتلانتیک تړون/ناټو سازمان مشران له افغانستانه د پوځیانو په وتلو، په ټولیز امنیت، سایبري ګواښونو، له چین او روسیې سره اړیکو او دفاعي لګښتونو باندې بحث کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د سرمشریزې په لومړني حاشیه‌يي بحث کې وویل چې ناټو به له افغانانو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "لکه څنګه چې موږ خپل پوځي مأموریت پای ته رسوو. موږ به د افغانانو لپاره ملاتړ ته دوام ورکوو، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل له لارې چې دا ډېره مهمه ده. همداراز په دوامداره ملکي حضور سره د ظرفیت جوړونې او سلا مشورو په برخه کې. موږ په دې مسئله باندې غور کوو چې څنګه له هېواد بهر افغان پوځیانو په تېره بیا ځانګړو ځواکونو ته روزنه ورکړو. همداراز په دې له ټولو ملګرو سره بحث کوو چې مهم تأسیسات څنګه ساتلی شو، په تېره بیا د کابل نړیوال هوايي ډګر."

ښاغلي سټولټنبرګ بیا تکرار کړه چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه اسانه نه‌وه او ده په واضح ډول د دې کار خطرونو ته اشاره کړې، خو د ده په وینا ناټو هلته په دې نیت نه‌وه تللې چې د تل لپاره پاتې شي.

د ناټو سرمنشي وویل افغان ځواکونه اوس وخت ډېر مجهزه او پرمختللي دي او د امنیتي مسؤلیتونو د پر مخ بیولو جوګه دي.

یو افغان هیئت د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد

د افغانستان عالي رتبه هیئت چې چک جمهوریت ته رسېدلی

د افغانستان یو عالي رتبه هیئت د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد.

په پراګ کې د افغانستان سفارت وايي دغه هیئت د یکشنبې په ورځ د افغانستان-چک او سلواکیا د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره پراګ ته ورسېد.

د سفارت د اعلامیې له مخې د هیئت په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او نور چارواکي شامل دي.‌

دغه هیئت به د غبرګولي یا جوزا له ۲۴مې تر ۲۶مې د افغان-چک-سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د چک جمهوریت له لوړ رتبه چارواکو سره د سوداګرۍ د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

ننګرهار کې د لسګونه ښځو لاریون؛ د جګړې ښکېلې غاړې دې جګړه ودروي

ارشیف، د سولې لپاره د ښځو لاریون

په ننګرهار کې پرون یکشنبه لسګونه ښځو د یو سوله‌ییز لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه ودروي.

دوی وايي: ؛موږ سوله غواړو، زموږ بې‌ګناه افغانان هره ورځ وژل کېږي او په شهادت رسېږي. زموږ غوښتنه د جګړې له ښکېلو غاړو دا ده چې چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نور د پردیو خبرو ته باید غوږ ونه‌نیسي او دغه شته ستونزې دې باید د خبرو له لارې حل کړي."

دغو ښځو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده دغه‌راز له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

په جلال‌اباد کې دغه ښځې د سولې په پار دغه لاریون داسې مهال کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.

د ولسمشر غني سلاکار نبي مصداق ومړ

د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق

د ولسمشر محمد اشرف غني مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

جمهوري ریاست نن په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله لیکلي، ارواښاد مصداق کلونه کلونه د ژورنالیزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړی.

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نبي مصداق مړینه یوه ضایعه وبلله.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژورنالیزم د ډګر ځلانده ستوري نبي مصداق له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې د هېواد او هېوادوالو لپاره څو لسیزې خدمت کړی دی."

نبي مصداق چې لیکوالي یې هم کوله او د خبریال په توګه‌یې هم پخوا دنده ترسره کړې، تېره شپه د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

د نوموړي دوه کتابونه چاپ شوي او یو ناچاپ اثر لري.

زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته وهڅاوه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قزاقستان کې له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قزاقستان د افغان سولې په پروسه کې همکارۍ ته وهڅاوه.

خلیلزاد چې د جون له پنځمې یې کابل، دوحه او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو پلازمېنو ته سفر پیل کړی، پرون یکشنبه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د دې هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په نورسلطان کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او زیاته‌یې کړه: "په افغانستان کې او د پرمختیا هدف ته د رسېدو لپاره موږ له نورو هېوادونو سره ګډ کار کوو او زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم."

ښاغلي خلیلزاد وویل، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو متحده ایالات به د دې هېواد تر خوا ولاړ وي او سولې ته د رسېدو د هڅو ترڅنګ به له دې هېواد سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد چې په دې سفر کې یې له دې مخکې له کابل، دوحې او یو شمېر نورو پلازمېنو څخه کتنې ترسره کړي هڅه کوي چې د افغانستان د دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ یو سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.

سرچینه: د کندز خان‌اباد ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو ونیوله

ارشیف، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ چوک

یوه سرچینه وايي، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه.

په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې وې.

په خان‌اباد ولسوالۍ کې یوې باوري سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه‌ښوولو په شرط نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز تېره شپه د وسله‌والو له‌خوا نیول شوی دی.

سرچینه وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ توپخانې غونډۍ ته شاتګ کړی دی.

حکومتي چارواکو او رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې ادعا کړې چې نن سهار د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني له ټولو تجهیزاتو سره د دوی له‌خوا نیول شوي.

تازه د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.

د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.

د هرات والي: د اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د هرات والي عبدالوحید قتالي

د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې.

عبدالوحید قتالي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولي، خو دوی هڅه کوي چې هغوی بېرته له دغو ودانیو وباسي.

د ښاغلي قتالي په خبره د نښتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۲۰ غړي ټپیان شوي چې د درېیو وضعیت‌یې نازک دی.

قتالي همدارنګه طالبانو ته هم په نښتو کې د درنې مرګ‌ژوبلې د ور اړولو خبره وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو په اوبه ولسوالۍ کې چې د هرات ښار په ختیځ ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې حملو ته زور ورکړی و.

طالبانو هم ویلي چې ولسوالۍ یې نیولې او یوازې په سیمه کې د ملي اردو یو کنډک مقاومت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.

چارواکي: ګردېز کې د یوې پوستې ۴۰ پاڅونوال وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي

ارشیف، د پکتیا یو شمېر سیمه‌ییز پولیس له وسله‌والو طالبانو سره د جګړې پر مهال

د پکتیا چارواکي وایي، په ګردېز کې د یوې پوستې ۴۰ پاڅونوال د مهماتو د خلاصېدو له امله وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه پاڅونوال وروسته له هغې وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شول چې له پرله‌پسې نښتو او مقاومت وروسته‌یې مهمات خلاص شول.

ښاغلی فدايي وايي: "۴۰ کسان چې هغوی پاڅونوال دي، تر اخره پورې جنګېدلي و، خو دا چې لارې ټولې په ماینونو پوښل شوې وې او اکمالات یو څه ستونزمن شوي وو، نو له دې امله هغوی اسیر شوي دي."

د راپورونو له مخې وسله‌والو طالبانو د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ په غځېدلو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي چې د سیمې خلک‌یې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند په ابراهیم‌خېلو سیمه کې د عامه نظم د پوستې ۴۲ سرتېري له وسلو او تجهیزاتو سره یوځای دوی ته تسلیم شوي دي.

۱۲ بایسکل ځغلوونکو نجونو د افغانستان ملي ټیم ته لاره پیدا کړه

په بامیان کې د څو ولایتونو د بایسکل ځغلولو د ټیمونو ترمنځ سیالۍ

د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلولو ملي ټیم ته د لارموندنې په هدف پرون هم په بامیان کې د څو ولایتونو د بایسکل ځغلولو د ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

د بایسکل ځغلولو دغه څلور ورځنۍ سیالۍ په دوو برخو، په سړکونو او غرنیو سیمو کې ترسره شوې.

پرون ۱۲ بایسکل ځغلوونکو نجونو ملي ټیم ته لاره پیدا کړه.

په سړکونو د بایسکل ځغلونې په برخه کې له بامیانو زهرا رضایي لومړی او له فاریاب څخه فرېبا هاشمي او یلدوز هاشمي دوهم او درېیم ځای خپل کړ.

په غرنیو سیمو کې د بایسکل ځغلونې په برخه کې له بامیانو نسرین او له لوګر څخه سحر سروري ملي ټیم ته لاره پیدا کړه.

د بایسکل ځغلولو د فدراسیون یوه مسؤل عبدالطیف دوست ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلولو ملي ټیم ته د نویو غړو د غوراوي ترڅنګ د دغو لوبو هدف په افغانستان کې په تېره بیا په تېرو دوو لسیزو کې د ښځینه لوبغاړو د لاسته راوړنو خوندي کول دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی: د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ځانګړی استازی ژان ارنولد

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي ځانګړي استازي ویلي د ټولو په همغږۍ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي.

ژان ارنولد (Jean Arnault) دا خبرې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره نن په لیدنه کې کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا په اعلامیه کې د ارنولد په حواله زیاته شوې چې د خبرو له لارې د روانې جګړې پای ته رسول د ملګرو ملتونو له‌خوا یوازنۍ کارنده لار بلل کېږي او باید ټولې خواوې له جګړو لاس واخلي او سولې ته له رسېدو ملاتړ وکړي.

د ډاکتر عبدالله په حواله لیکل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له ملګرو ملتونو او نورو ټولو اړوندو ادارو سره د سولې د راتلو په خاطر هر ډول همکارۍ ته تیاره ده.

د مخورو په نوم 'طالبانو ته د پوستو د تسلیمۍ منځګړیتوب' کوونکي نیول کېږي

ارشیف، د افغان ځواکونو یوه پوسته

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې که څوک د محلي مخورو په نوم طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ منځګړیتوب وکړي وبه نیول شي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین دا خبره په خپله فېس‌بوک پاڼه خپره کړې. هغه ویلي د دغو کسانو د نیولو امر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوی او تر اوسه‌یې یو شمېر نیول شوي هم دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ لپاره منځګړیتوب "له دښمن سره مستقیمه همکاري ده."

د کورنیو چارو وزارت داسې وخت دا ګواښ ورکړی چې دا وروستۍ څو اوونۍ د طالبانو لاس ته د یو شمېر ولسوالیو د لوېدو او د امنیتي پوستو د محاصرې راپورونه ورکول کېږي.

د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکندي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي."

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې طالبانو یوه ولسوالۍ هم نه‌ده نیولې، بلکې په ځینو سیمو کې دوی لنډمهالی تاکتیکي شاتګ کړی.

روغتیا وزارت: که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا خطرناکه کېدای شي

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا پسې خطرناکه کېدای شي.

د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن د کرونا د تازه پېښو او په وړاندې یې د اقداماتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه د کرونا په قابو کولو کې د خلکو همکاري ډېر اړینه وبلله.

ښاغلی مجروح وايي: "له بېړني حالته لا نه‌یو وتلي. متأسفانه وضعیت به لا تر دې هم کړکېچن شي. له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې وقایوي لارښوونو په اړه پام وکړي. لاس وینځلو، ماسک کارولو او ټولنیزې فاصلې په رعایت سره په ټولنه کې وساتي!"

ښاغلي مجروح وویل د همدې یوې وروستۍ اوونۍ ارقام ښيي د کرونا په مثبتو پېښو او مړینو کې زیاتوالی راغلی او ورسره د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتولو او د اکسیجن د تولید اړتیاوې هم زیاتې شوي.

افغانستان کې دمګړۍ نږدې ۸۹ زره کسان په کرونا اخته دي او له دې ډلې نږدې درې نیم زره کسان مړه شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG