د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۵

د هلمند خبریالانو د منادي وژنه وغندله


سلطان منادي په دې ورستیو کې د کندوز په ولایت کې ووژل شو.
سلطان منادي په دې ورستیو کې د کندوز په ولایت کې ووژل شو.
سلطان محمد منادي د روانې مياشتې په څوارلسمه نيټه دنامعلومو کسانو له لورې وتښتول شو او دهمدې مياشتې په اتلسمه نيټه هغه مهال ووژل شو چې برتانيوي ځواکونو د له د سره یو ځای د يو تښتول شوي برتانوي خبريال دخوشي کيدو په موخه عمليات ترسره کړل .

دهلمند ازادو ژورنالستانو دنيويارک ټايمز ورځپاڼې دخبريال سلطان محمد منادي پروژنه سخته خواشني وښودله او ددولت نه يي په دي اړه دسختوپلټونو غوښتنه وکړه .

دهلمند دژورنالستانو داتحاديې له لورې په دغه جوړه شوې غونډه کې دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت نه په کلکه غوښتنه وشوه چې نه يوازې دسلطان محمد منادي په اړه دهغه ځواکونو دسياسي نماينده ګيو نه دمعلوماتو غوښتنه وکړي چي په دي عملياتو کې ښکيل وو بلکې ټنګار يې وکړ چې دپاکستان دپيښو ر په مربوطاتو کې دجان الله هاشمزاده دمړينې په اړه دې هم دپاکستان له سياسي نماينده ګيو نه دچټکو پلټنو غوښتنه وشي .


((زما غوښتنه دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت نه داده چې دهغه ځواکونو دسياسي نماينده ګيو نه دې پوښتنه وشې چې په کندز کې په عملياتو کې و، او بهرنى خبريال يې راخوشې کړ او افغان په کې ووژل شو،او ددې ترڅنګ دپاکستان نه بايد دجان الله هاشم زاده دوژل کيدو په اړه دپلټنو غوښتنه وشي ځکه هغه نسبت مونږ ته پرمختللى مملکت دى))

سلطان محمد منادي په روان کال کې دريم افغان خبريال دى چې دجاويد احمد يازمي او جان الله هاشم زاده نه وروسته وژل کيږي .

دهلمند داطلاعاتو او کلتور ريس سوال کوي چې ولي ژورنالستان وژل کيږي ښاغلي مظلوم يار وويل ژورنالستان ازاد دي او دهغوی وژنه دنړيوالو موازينو خلاف کار دى :

((زه نه پوهيږم چي داخلک دخداى پر مځکه دابي ازاره مرغان ولې وژني ؟داخلک ديوه هيواد ږغ دى ،خو ډير دخفګان خبره داده په دې وطن کې دادريم معصوم خبريال دى چې وژل کيږي مګر ولې دمور او ميرې چم کيږي هغه چي پيسي لري راخوشي کيږي او هغه چي ددې وطن سره رابطه لري او بې وزله دي هغه وژل کيږي ))


په افغانستان کې دژورنالستانو دڅو پرلپيسې وژنو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې افغان دولت تل په خپل خبرو کې دبيان ازادۍ ته دژمنتيا دعوه کوي .

په هلمند کې ميشت خبريال له دولت او نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې نه يوازې دې په دې هيواد کې دژورنالستانو ژوند وساتي بلکې په هره لار چې وي دسلطان محمد منادي پروژنه دې تحقيقاتو زمينه برابر ه کړي .

هلمند هغه سيمه ده چېرې چې په دې ورستیو کې دوه افغان خبریالان اجمل نقشبندي او عبدالصمد روحاني یوددولت دمخاليفينو او بل د نامعلومو کسانو له لورې په شهادت رسيدلي دي خو اوس يې ژورنالستان په کندز کې دوژل شوي افغان خبريال سلطان محمد منادي په اړه دپوره پلټونو غوښتنه کوي ،څوپه دې وطن کې خبريال وژنې ته دپاى ټکی کېښودل شي.
XS
SM
MD
LG