د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

يونيسف افغان كوچنيانوته کرکټ ورښيي


افغان کوچنیان د سولې په نړیواله ورځ کې د کرکټ زده کړې کوي .
افغان کوچنیان د سولې په نړیواله ورځ کې د کرکټ زده کړې کوي .

په افغانستان كې د كوچنيانو لپاره د ملګروملتونو د وجهي صندوق مشر دغه ډول پروګرامونه د سولې د فرهنګ د بډايه كولو لپاره ګټور وبلل.


د كوچنيانو لپاره د ملګروملتونو د وجهي صندوق مشري كريټرين بنګوي د كركټ د دغه روزنيز پروګرام د پرانيستلو په مراسمو كې د يكشنبي په ورځ داسې وويل:

"موږ باور لرو او لازم ګڼو چې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت دې كوچنيان سره راټول شي او هغوي ته له يوه بله سره د ژوند كولو روزنه وركړل شي، نو ځكه موږ د افغانستان د كريكټ د فدرايسيون په همكارۍ دغه پروګرام پيل كړی دی."

كريټرين بنګوي د كركټ روزنيز پروګرام د پرانستلو په مراسمو كې


د كركټ د فدراسيون چارواكي وايې چې د دغه پروګرام په ترڅ كې به ګډون كونكو كوچنيانو ته د كركټ د فدراسيون د مشر له خوا د كركټ د لوبې د زده كړې په اړه معلومات وركړل شي.

د كابل د كركټ مشر الحاج عزيز الله وويل په دغه روزنيز پروګرام كې پنځوسو كوچنيانو يا تنكيو ځوانانو برخه اخيستي. ده زياته كړه د دغه پروګرامونو په ترڅ كې ځوانان هڅول كيږي چې د سولې په لاره كې كار وكړي:

"دا يو قوي كمپاين دی، خصوصا د ځوانې طبقې لپاره، كه دغه ډول پروګرامونه زياتو ځوانانو ته جوړ شي نو هيله ده چې ځوانان به مو وسلې ته لاس ور نه وړي، د وسلې پرځای به قلم پورته كړي."



په افغانستان كې د سپټمبر له يوېشتمې نېټې يا د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت په داسې حال كې چمتوالۍ نيول كيږي چې همدا اوس د هېواد په ځينو برخو كې د دولت او مخالفينو ترمنځ وسلواله جګړه روانه ده چې ډيرې وخت په كې ښځې او كوچنيان قرباني كيږي.

ملګروملتونو په وار وار په جګړو كې له ښكيلو خواوو څخه غوښتي دي چې كوچنيان دې په جګړو كې نه ګماري او د جګړو پرمهال دې هم هڅه وشي د كوچنيانو له مرګ ژ وبلې څخه مخنيوي وشي.

XS
SM
MD
LG