د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۶

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې څارنوالان له ګواښونو سره مخ دي


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال وویل، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیس او عدلي او قضايي کارکوونکي له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخ دي خو دوی خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د استیناف محکمې پخوانی ریس قاضي محمد علیم حینف کال ولمانځل شو

جنرال داود داود د مخدره موادو پر ضد د استیناف محکمې د پخواني ریس قاضي علیم حنیف د لومړي تلین په غونډه کې ژمنه وکړه چې افغان دولت به هغه کسان محاکمې ته راکش کړي چې د مخدره موادو پر ضد له مبارزې څخه ناوړه ګټه اخلي:

"نړیوالې ټولنې ته چې دلته زموږ همکاره ده، زموږ ډاډ دادی، چې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره د افغانستان پولیس، څارنوالان او قاضي صاحبان ورسره ولاړ دي او هیڅکله معامله نه کوي. انشا الله ژر یا په راتلونکې کې به هغه کسان چې ناوړه ګټه اخلي، محاکمې ته راکش شي او د زندان د تورو تمبو شاته به واچول شي."

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د استیناف محکمې پخوانی ریس قاضي محمد علیم حینف کال مخکې په دا سې حال کې چې په کابل کې له خپل کور څخه د وظیفې پر لور روان وو، د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي د ده د قاتلینو د نیولو پر سر یې شل زره امریکايي ډالره انعام ایښی دی خو تراوسه پورې یې په نیولو نه دي بریالي شوي.

د علیم حنیف د تلین د لمانځلو په غونډه کې یو شمېر جګ پوړو دولتي چارواکو، د امریکا سفیر ایکن بیري او د بریتانیا د سفیر مرستیال خبرې وکړې.

ښاغلي ایکن بیري په خپلې وینا کې د افغانستان د عدلي او قضايي قوې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو ټولنې پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل:

"د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون موږ ټولو یوازې په ۲۰۰۹ کال کې د قانون په حاکمیت پورې مربوط پروګرامونو ۱۱۴ ملیونه ډالره ولګولي او ۵۴۴ ملیونه ډالره مود پولیسو په روزنې ولګولې.

موږ په دې همکارۍ ویاړو او تمه لرو چې په راتلونکې کال کې به دغه رقم نور هم لوړ شي."

د افغانستان د سترې محکمې اجرایوي ریس ډاکټر کاموي وویل، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې قاضیان،
ډاکټر کاموي
څارنوالان او نور کارکوونکي د مخدره موادو د قاچاق وړونکو له خوا له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
هغه وویل، د دوی د امنیت ټینګولو لپاره باید لا جدي تدابیر ونېول شي.

که څه هم افغان چارواکي د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي، خو په افغان دولت دا انتقاد ډیر کیږي، چې د هغو سترو قاچاقیانو په نیولو کې پاتې راغلی چې په دولت کې لوړ مقامونه لري او یا هم له لوړ پوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري.
XS
SM
MD
LG