د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د سوداګرۍ وزارت د م.م.له پراختیايي ادارې سره تړون لاسلیک کړ


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزير وويل چې د دغې نوې پروژې د تړون د لاسليكولو يواځنى هدف په دغه هېواد كې د سوداګريزو چارو پراختيا او د لوږې ختمول دي.


د سوداګرۍ وزیر وحيدالله شهراني چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د مشر مونج بسنيات سره د لس مليونو ډالرو په ارزښت د دغې نوي پروژې تړون لاسليكاوه وويل چې د دغې پروژې له لارې به د سوداګرۍ او صنايعوو په برخه كې تر راتلونكو دريوو كلونو پورې د يو شمېر پرمختګونو شاهد اووسو:

شهراني له مونج بسنيات سره تړون لاسلیک کوي


" دا مونږ يو وسيله ګڼو چې په ترڅ كې يې په افغانستان كې لوږه ختمه كړو، د دغې پروژې ډير تاكيد دا دى چې د سوداګرۍ وزارت په بېلابېلو برخو لكه د سوداګرۍ، صنايعوو او صادراتو د پراختيا په برخه كې ستراتيژي جوړې شي، دغه شان په مركز او ولايتونو كې د دغه وزارت وړتيا لوړه او د دغه وزارت كاركوونكي په بېلابېلو برخو كې وروزل شي."

ښاغلي شهراني افغانستان سره د سوداګريزو چارو د پراختيا په برخه كې د يو، اين ډي، پي يا د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې مرستې د ستاينې وړ وګڼلې ويې ويل چې دغې ادارې تل مدام د افغانستان د سوداګرۍ وزارت لاس نيوى كړى دى .

دغه شان په افغانستان كې د يو، اين، ډي، پي يا د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې مشر منوج بسنيات د دغې پروژې په اړه وويل:

"مونږ كولاى شو دغه پروژه پلې كړواو دغه پروژه به د لوږې د ختمولو په برخه كې مرسته وكړي، دغه پروژه به يو مناسب اداري نظام او د افغانستان خلكو ته به ثبات، هوساينه او خوشحالي رامنځ ته كړي."

ښاغلي بسنيات دغه شان وويل چې دوى به په راتلونكي كې هم افغانستان سره د سوداګريزو چارو د پراختيا په برخه كې مرسته وكړي.

كه له يوې خوا د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په دغه هېواد كې د سوداګريزو چارو د پراختيا او د لوږې د ختمولو خبره كوي نو بل خوا بيا يو شمېر راپورونه وايي چې د ورستيو نا امنيو او يو شمېر نورو ستونزو له كبله ګڼ شمېر سوداګر له هېواده وتلي او خپلې پانګې هم نورو هېوادونو ته ليږدولې دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت چارواكي د ستونزو په منلو سره وايي چې په دغه هېواد كې سوداګريزې چارې د پخوا كلونو په پرتله ښې او چټكې روانې دي.

XS
SM
MD
LG