د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۰

د امریکا په خلکو کې د افغانستان د جګړې ملاتړ کم شوی


Afghanistan -- Afghan children watch as US soldiers of the 2nd Platoon Alpha 3-71 Cavalry walk past during a patrol mission at Sadrland village in the Baraki Barak district of Logar Province, 14Aug2009
Afghanistan -- Afghan children watch as US soldiers of the 2nd Platoon Alpha 3-71 Cavalry walk past during a patrol mission at Sadrland village in the Baraki Barak district of Logar Province, 14Aug2009

په داسې حال کې چې دامریکا جمهور رییس او دده حکومت په افغانستان کې دامریکا ستراتیژي څیړي ، نظرپوښتنې ښیي چې په متحدو ایالاتو کې دافغانستان دجنګ ملاتړ نسبت پخوا ته کم شوی دی.

یوه نظرپوښتنه چې دسي اين اين تلویزیون کړې او نتایج یې دسې شنبې په ورځ خپاره شول ښیي چې په امریکا کې دافغانستان دجنګ ملاتړ کم شوی دی.

۵۷٪ هغو کسانو چې په دې نظرپوښتنې کې یې برخه اخیستې د افغانستان د جنګ مخالفت ښودلی او ٪۴۲ کې ددغه جنګ ملاتړ کړی.

سی اين اين تلویزیون څلور میاشتې مخکې هم دافغانستان په اړه نظرپوښتنه کړې وه خو هغه مهال ٪۶۸ خلکو دافغانستان دجنګ پلوي کړې وه.

دامریکا جمهور رییس بارک اوباما دافغانستان جنګ ته دخپل کاري پلان په سر کې ځای ورکړی دی.

دامریکا حکومت کوشش کوي چې په افغانستان کې خپله نوې ستراتیژي متوازنه کړي .


امریکایي ، افغان او نوربهرني ځواکونه په افغانستان کې دوسلوالو طالبانو خلاف چې په وروستیو دوه درې کلونو کې یې خپلوفعالیتونو ته زور ورکړی جنګیږي .

په روستیو څو میاشتو کې دامریکایي قواوو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده .

دامریکا دجمهور رییس دکاراو فعالیتونو په اړه هم دامریکایانونظر نسبت پخوا ته بدل شوی .

دسی اين اين نظرپوښتنه ښیي چې دتیرې جنورۍ میاشتې راهیسې چې بارک اوباما دچارو واګی ترلاسه کړي دده دکارونو او فعالیتونو په اړه دخلکو ښه نظر ٪۳ راکوز شوی دی .

دامریکا جمهوررییس دروغتیایی بیمی داصلاحاتو په اړه له کانګرس سره په لانجه دی .
XS
SM
MD
LG