د افغانستان د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې وزير وويل چې په تېر يو كال كې د كوكنارو د كښت په برخه كې په سلو كې دوه ويشت او د مخدرو موادو د توليد په برخه كې يې په سلو كې لس كموالى راغلى دى.
جنرال خدا داد چې د چهارشنبې په ورځ يې د ملګرو ملتونو د ادارې د مخدرو موادو پر ضد د څانګې د مشر ماريا كوستا سره په كابل كې په يوې ګډې خبري غونډه كې خبرې كولې وويل چې تېر كال د مخدرو موادو توليد په افغانستان كې ۷۵۰۰ ټنو ته رسيدلى و چې سږ كال دغه رقم ۶۹۰۰ ټنو ته راكښته شوى دى.
ښاغلي خدا داد دغه شان وويل چې د هغو ولايتونو په شمېر كې چې هلته د كوكنارو كښت صفر شوى دى هم بدلون راغلى او یو شمېر يې له اتلسو څخه شلو ته پورته شوى دى:
"په شلو ولايتونو كې د كوكنارو كر صفر شوى دى او په سلو كې ۲۲فیصده د كوكنارو په كښت كې كمښت راغلى دى، چې دا هم د افغانستان او مرستندويو هېوادونو لپاره د وياړ ځاى دى، هغه ولايتونو چې صفر شوي، كاپيسا، فارياب او بغلان ولايتونه دي."
د افغانستان د مخدرو موادو وزير وويل چې په هلمند ولايت كې چې يو نا ارامه ولايت دى هم د كوكنارو په كښت كې په په سلو كې ديرش فیصده كمښت راغلى.
نوموړي دغه شان وويل چې په هرات، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو كې هم د كوكنارو د كښت په برخه كې د پام وړ بدلون راغلى.
ښاغلي خدا داد له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې په برخه كې له دغه وزارت سره مرسته وكړي.
دغه شان د ملګرو ملتونو د ادارې د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې د څانګې مشر ماريا كوستا د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې په برخه كې په دغه هېواد كې د ورستيو لاسته راوړنو نه د هركلي په ترڅ كې د افغان او نړيوال ځواكونه هڅې وستايلې وويل:
"اوس د مخدرو موادو هر كارګر او قاچاق كوونكى په دې پوهيږي چې د كوكنارو د كښت او قاچاق په برخه كې به دوى له خطر سره مخ وي، نور نو بخښنه نشته او دوى پوهيږي چې د دغه عمل تر ترسره كولو وروسته به له دوی سره قانوي چلند كيږي."
ښاغلي كوستا دغه شان وويل چې دى د افغانستان په دولت كې د فساد د شتون له امله اندېښمن دى، ځكه تر ډيره ليدل شوي چې د مخدرو موادو قاچاق كوونكي له محبسه خوشې شوي دي او يا هم ورته د تيښتې اسانتيا برابره شوې ده.
د چاروكارپوهان هم دې ټكي ته په انتقاد سره وايي چې د افغان دولت يو شمېر لوړ رتبه چارواكي د مخدرو موادو په كښت او قاچاق كې ښكيل دي.