د افغانستان د كرني او مالدارى د وزارت چارواكي وايي، دوي پريكړه كړی ده چې په روان كال كې، د هېواد له بزګرانو څخه سل زره ميټريك ټنه غنم په بيه واخلي او د ولايتونو په ګودامونو كې يې ذخيره كړي.
د دې وزارت وياند مجيداله قرار د دوشنبى په ورځ د ازادۍ راډيوته وويل چې له دې اقدام څخه د دوي هدف دادې چې، اخيستل شوي غنم، په اضطراري حالاتوكې، پرمستحقو خلكو ووېشي. ښاغلي قراروويل:
"دا يوازى غنم دي، موږ غواړو سل زره ميټريكه ټنه غنم د هېواد له اولسو ولايتونو څخه د بازار له بيى سره سم واخلواو نورې بهرني موسسي هم وهڅوي چې له افغانستان سره دغنمومرسته كوي، نو له افغان بزګرو څخه دې واخلي، موږ په دې كارلاس پوري كړي او ټيمونه مو ولايتونو ته تللي دي."
مجيداله قرار وويل، د دوی سروى ښودلي ده چې سږكال دهېواد په اولسو ولايتونو كې، د غنمو حاصلات له پنځوسوزرو ټنو څخه زيات وو او د دې لپاره چې، پر بزګرانو، نرخونه راپرى نه وځي او تاوانيان نه شي،
د كرني وزارت ورته مخكې له مخكې پلان ترتيب او په عملي كېدو يې لاس پورى كړ.
ښاغلي قرار دا هم وويل، دوی په لږه موده كې د هېواد له يوشمېر ولايتونو له بزګرانو څخه څه باندې اته زره ميتريك ټنه غنم د بازار له نرخ سره سم اخيستي، په ګدامونوكې يې ځای پرځای كړي او هڅې رواني دي چې په راتلونكو څومياشتوكې، ټاكلي شوي اندازه بشپړه شي.
خو بزګران د كرنې له وزارت څخه هيله كوي چې پېل شوی پروګرام ښه تنظيم او ګړندى يې كړي.
د جوزجان د ولايت يوه بزګر نيك محمد ازادۍ راډيوته وویل:
"د غنمو د اخيستلو ټيمونه له بزګرانوڅخه غواړي چې غنم ورته د ښارونو مركزونو ته ورسوي چې دا كار كليوالو او د ولسواليو بزګرو ته ګران دى.