د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

جوزف موسوملي:بهرنیان دې د انتخاباتو په اړه قضاوت وکړي


جوزف موسومليله ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
جوزف موسومليله ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو د روانې میلادي میاشتې په شلمه ترسره شول خو له دې سره جوت په انتخاباتو کې د ځینو کاندیدانو له خوا د پراخو درغلیو او سرغړونو راپورونه هم خپاره شول.

خو جوزف موسوملي، چې د دوشنبې په ورځ يې له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته باید موقع ورکړاې شي څو دا بهیر بشپړ کړي:
"په انتخاباتو کې ستونزې موجودې وې خو دا د بهرنیانو لپاره واقعا ډیر وختي دې، چې په دې اړه خبرې وکړي او خپل قضاوت وړاندې کړي.

دا د انتخاباتو د خپلواک کمسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون کار دې، چې دې بهیر ته دوام ورکړي او خپله ارزونه بشپړه کړي.

په اوس وخت کې مونږ باید خاموشه اوسو او پشا شو، څو دوی خپل کار بشپړ کړي."

ښاغلي موسوملي دا څرګندونې پداسې حال کې کړي، چې په لویدیځو رسنیو کې ددوی د مشرانو په حواله په افغانستان کې د شویو انتخاباتو په اړه انتقادونو زور اخستې او ان د انتخاباتو د دوهم پړاو په اړه هم بحثونه روان دي.

اوس اوس داسې راپورونه خپاره شول، چې د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د ځانګړي استازي هالبروک ترمنځ په یوه لیدنه کې پدې اړه خبرې هم ښکته پورته شوې خو ښاغلي موسوملي وویل، چې پدې راپورونو کې له مبالغې کار اخستل شوې دې.

افغان څارونکي بیا د انتخاباتو په اړه د لویدیځ موجوده دریځ له ولسمشر کرزي سره د شتو اختلافاتو زیږنده بولي او وايي، د لومړي مرستیال په توګه د مارشال فهیم ټاکل او د جنرال دوستم ملاتړ ترلاسه کول هم ښايي د کرزي او لویدیځ ترمنځ د واټن د زیاتیدو سبب ګرځیدلې وي.

په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال پداسې حال کې، چې داسې کوم ټکې ته اشاره ونکړه خو د دوستم د راتلونکي رول په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په څو لنډو ټکو کې وویل:
" لکه څرنګه، چې مونږ مخکې ویلي دي، مونږ په راتلونکې کې د جنرال دوستم د رول په اړه زیاته اندېښنه لرو. دا د سیاست د بدلون په معنې نه ده بلکه مونږ دا اندېښنه له ډیره وخته درلودله."

په کابل کې د امریکا سفارت له انتخاباتو مخکې افغانستان ته د جنرال دوستم د سفر په اړه هم په یوه اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي وو، چې نه یې له هغه سره کتلي او نه هم ورسره د خبرو کوم پلان لري.

په افغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د حملې په پیل کې جنرال دوستم د دغو ځواکونو غښتلې ملاتړ له ځانه سره درلود او د هېواد په شمال کې د طالبانو په خلاف په جنګ کې مهم رول ولوبوو خو اوس روښانه نه ده، چې امریکا ولې د جنرال دوستم په وړاندې دا دریځ غوره کړې دې.

دا چې په افغانستان کې د انتخاباتو د نتایجو د اعلان وروسته به د امریکا دریځ په څه ډول وي اوس يې په اړه اټکل کول ګران بریښې خو ښايي د پاریس غونډه ، چې په کې د انتخاباتو په اړه بحث کیږي تر یوه حده دا موضوع روښانه کړي.
XS
SM
MD
LG