د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

سنګین: دهېواد ټولو ولایتونو ته به د نوري فایبر او ډیجیټل تلیفون مزي وغځول شي


سنګین وايي په وروستيو څو كلونو كې، د مخابراتو په سيستم كې څه باندې يوميليارد ډالره پانګونه شوې.
سنګین وايي په وروستيو څو كلونو كې، د مخابراتو په سيستم كې څه باندې يوميليارد ډالره پانګونه شوې.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د مخابراتو وزير خپلې عمومي غونډې ته وربللى و، ترڅو د دې وزارت د تېرو او راتلونكو پروژو كاري پلانونو په هكله جرګي ته معلومات وركړي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، په خپل راتلونكي پنځه كلن پلان كې به، د هېواد ټولو ولايتونو ته د نوري فايبر مزي وغځوي. د ډيجيټل شبكه به بشپړه او د دولت ټول اسناد به په الكترونيكي سيستم واړوي.

د افغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنګين چې د شنبې په ورځ يې، د ولسي جرګې په غونډه كې، د دې وزارت بشپړې شوې او راتلونكي پروژې بيانولې وويل چې، په هېواد كې د مخابراتو سيستم ښه پرمختګ كړی او په راتلونكي پنځو كلونو كې به، د هېواد ټولو ولايتونو ته مخابراتي خدمات ورورسيږي:

"زموږ د کار عمده برخه په دولتي سیستم کې د معلوماتي تکنالوژي پیل کول، په یوویشتو ولایتونو کې د ډیجیټل تلیفونونو نصبول، ټولو ولایتونو ته د نوري فایبر رسول، له ایران، پاکستان او تاجکستان سره د مخابراتي او انټرنټي شبکې بشپړول او د دولتي شبکې (افغان ټلي کام) پراخول دي."

ښاغلي سنګين وويل، اوسمهال په هېواد كې پنځه مخابراتي شبكې په فعاليت بوختې دي. اتيا په سلو كې خلك ترې ګټه اخلي او كابو يوميليون خلك د موبايل تيلفونونه لري.

ده دا هم وويل، په وروستيو څو كلونو كې، د مخابراتو په سيستم كې څه باندې يوميليارد ډالره پانګونه شوې او دولت ترې هركال كابو سل ميليونه ډالره عواید ترلاسه كوي.

خو د جرګې غړي سره له دې چې د دې وزارت فعاليتونه يې مثبت ارزيابي كړل، په دې يې ټينګار كاوه چې، د مخابراتي خدماتو كيفيت بايد ښه او بيي يې هم راټيټې شي.

د جنوبي ولايتونو په استازيتوب د ارزګان له ولايت څخه د خلكو استازي اچكزي وويل:

"زموږ خلک د روشن او بیسیم شرکتونو څخه کار نه شي اخیستلای، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي، حتی زموږ په وسلوالیو کې چې خلک په کابل کې یا نورو ولایتونو خپل خپلوانو سره اړیکې نیسی نو د غونډیو او غرونو سرونو ته خیژي."

د مخابراتو وزير وويل، اوسمهال په ټول هېواد كې د ټلیفون درې زره انټنونه درول شوي او هڅې روانې دي، چې د امنيتي ستونزو له اوارۍ سره د دې انټنونو شمېر زيات او د خلكو ستونزې اوارې شي.

همدارنګه ده زیاته کړه، د كيفيت د كنترول لپاره د څارنې يوه اداره جوړه شوي او هڅه كوي، چې د ټولو شبكو دغه نيمګړتيا اواره كړي او دا صلاحيت هم لري چې د بې كيفيته شبكې خدمات جريمه هم كړين.
XS
SM
MD
LG