د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۰۷

بیري: د بادغیس د امنيت لپاره خپل سرتيري استوو


د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو سفير كارل ا يكن بيري، د بادغيس له خلكو سره د خبرو پر مهال ژمنه وكړه چې په دغه ولايت كې به د امنيت د ټنګښت لپاره هڅې وكړي.

ايكن بيري چې د پنجشنبې په ورځ بادغيس ته تللي و، په دغه ولايت كې د ولايتي بيارغونې د ډلې يا پي، ار، ټي له مركز څخه پياده راووت او د قلعه نو د بازرا په كوڅو او واټونو كې يې قدم وواهه.

هغه له عامو خلكو، دوكاندارانو او كراچي وانانو سره له نږدې روغ بړ وكړ او دوی څخه يې د موجوده ستونزو پوښتنې وكړې.

بادغيس د افغانستان په لويديځ كې پروت دی، چې كله ناكله ترې د نا امنيو راپورونه هم راځي.

ويل كيږي چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو بالامرغاب او مقر كې د حكومت وسلوال مخالفين په رڼا ورځ د حكومت پرضد فعاليت كوي.

خو د بادغيس ولايت امنيتي چارواكي وايي چې دا مهال مخالفين سخت ځپل شوي دي او هېڅ ډول تاوتريخوالي وس نه لري.
XS
SM
MD
LG