د پاکستان او بریتانیا د کورنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې له بریتانیا هغه په زرګونو پاکستاني کډوال بیرته پاکستان ته ستانه کړي چې په بریتانیا کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
په لندن کې د پاکستان د سفارت په وینا ، پاکستاني حکومت به دغو خلکو ته عاجل پاسپورټونه ورکړي او بریتانیا به هغه کسان چې د غیر قانوني اسنادو د نه لرلو په تور توقیف شوي دي بیرته خوشي کړي.
په لندن کې د پاکستان د سفارت ویاند وویل، د دغو کسانو شمیر زرګونو ته رسیږي خو په دې برخه کې د سفارت ویاند نور توضیحات ورنه کړل.
پاکستان ته د دغو کسانو د ستنولو په برخه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک او د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر الن جانسن د ولسمشر زرداري په حضور کې روانه اونۍ موافقه وکړه.
د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیر په وینا ویل شوي دي چې هغه کسان چې په بریتانیا کې د هغوی د اوسیدو دلیل روښانه نه دی باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له دې پریکړې هرکلی کړی دی چې د غیرقانوني پاکستانیانو د بیرته ستندیو لپاره تسهیلات برابروي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شوې موافقه مهمه وبلله او ویې ویل، هغو پاکستانیانو ته باید ووایم چې قانوني اسناد نه لري، که دوی لس کاله او تر لسو هم ډیر په بریتانیا کې پاتې شي بیا هم د دایمي اوسیدو اسناد ترلاسه نه کړي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې پاکستان ته ددغو کسانو د بیرته تګ د الوتکې لګښت څوک په غاړه اخلي.