ډاکتر عبدالله عبدالله وايي دا مهمه نه ده چې خپله کرزي او که د ولسمشر کرزي پلویانو په انتخاباتو کې د تقلب امر ورکړی دی. خو دده په وینا دا ټول تخلفات د ولسمشر کرزي تر نظر او مشرۍ لاندې شوي او د درغلیو مسولین هغه کسان دي چې حامد کرزي ټاکلي دي .
عبدالله عبدالله ادعا کړې چې خپله ولسمشر ددې راپورونو څخه خبر دی او هغه کولای شول چې مخه یې ونیسي .
عبدالله عبدالله ویلي غواړي د شکایتونو د اوریدو کمیسون د درغلیو پر پېښو غور وکړي او دا ستونزه هواره کړي .
عبدالله ویلي چې په کندهار او غزني کې یو شمیر حکومتي چارواکو او د انتخاباتو د کمیسون ځینو غړیو په شپږو ولسوالیو کې د رایو صندوقونه په خپله ډک کړي او د ده څارونکې يې د رای ورکونې دې مرکزونو ته نه دي ور پرېښي.
د حامد کرزي د کمپاین ویاند وحید عمر د عبدالله عبدالله دا تورونه رد کړي دي ، او په ورته توګه يې ادعا کړی چې دوی د هغو درغلیو په اړه چې د عبدالله پلویانو په انتخاباتو کې کړي د شکایتونو د اوریدو کمیسون ته جزیات وړاندې کړي دي .
د ولسمشر کرزي د کمپاین ویاند وحید عمر وايي دا ادعاوې نوې نه دي ان له انتخاباتو مخکې هم داسې ادعاوې موجودې وې .
هغو ویلي د دوی مسولیت دادی چې د شکایاتو د اوریدو کمیسون ته راپور ورکړي نه دا چې په رسنیو کې تبلیغات وکړي .
نوموړي زیاته کړې ماتې خوړلې کاندیدان د خپلې ماتې د توجیې کولو لپاره په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې کوي .
په میلونو افغانان د دولت د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو سره سره د پنجشنبې په ورځ انتخاباتي مرکزونو ته ورغلل او رایې یې ورکړې .
عبدالله ، عبدالله ویلي په انتخاباتو کې د بریالیتوب ادعا نه کوي خو د رایو د شمېرو لو په لومړنیو ورځو کې له نتیجو خوشاله دی .
افغان چارواکو ، ملګرو ملتونو ، او د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دوی له درغلیو څخه په یو مخ د پاکو انتخاباتو تمه نه لري خو هېلمن دي چې په انتخاباتو کې شوی تقلب به په هغه اندازه نه وي چې د انتخاباتو اعتبار ته زیان ورسوي .
تمه ده چې د انتخاباتو لومړني نتایج به د سې شنبې په ورځ اعلان شي.