د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

سې شنبې- د زمري ۲۷ نېټه


د کابل ډېرو ورځپاڼو نن د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت مقالې خپرې کړې دي
د کابل ډېرو ورځپاڼو نن د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت مقالې خپرې کړې دي

په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې او راروانو انتخاباتو ته ځانګړي او دا دواړه ورځې يې مهمې بللې دي. په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې یې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ټایمز اونیزې د یو څیړنیز رپورټ په حواله لیکلي دي، چې پنځه اویا په سلو کې طالبان د میاشتې درې سووه ډالره معاش ترلاسه کوي که امریکا ورته دا تنخوا دوه یا درې برابره زیاته کړي پخپله له جګړې لاس اخلي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ورځنې لګښت یو سل او درې دیرش میلیونه ډالره دې، خو که امریکا دا کار وکړي نو د هغې ورځنې لګښت به درې لکه ډالره وي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د ملي امنیت د رئیس په حواله لیکلي دي، چې طالب قومندانانو منلې، چې ټاکنې به نه تخریبوي او دا ددې ښکارندوې ده، چې د طالبانو مشران پخپلو قومندانانو کنټرول نلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد د خپلواکۍ په نوي یمی کلیزې تبصره کړې او پدې ترڅ کې افغانان هڅولې، چې د شتو ستونزو په حل کې هم له میړانې کار واخلي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې، چې نن د هیواد د خپلواکۍ د کلیزې په ویاړ په رنګینه بڼه خپره شوې پخپل لومړي مخ کې د غازي امان اله خان یو انځور خپور کړې او د خپلواکۍ د ګټلو لپاره يې د هغه مبارزه څیړلې ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د خپلواکۍ په جشن او په کیدونکو انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې د خلکو پراخه ګډون هم د هیواد د خپلواکۍ د ګټلو په څیر یو ستر ملي مسؤلیت دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا د انتخاباتو په درشل کې د امنیتي تدابیرو د پیاوړې کولو غوښتنه کړې څو خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون ډاډمنه موقع برابره شي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زیاتره مطالب راروانوانتخاباتو ته ځانګړې کړي او خلک يې هڅولې، چې د زمري په نهه ویشتمه په انتخاباتو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او د هیواد برخه لیک وټاکي.

په ورځپاڼه کې د انتخاباتو د امنیت لپاره روانو هڅو ته هم کتنه شوې او ددفاع د وزارت په حواله لیکل شوي د انتخاباتو تر ورځې غواړي دوه نورې ولسوالۍ هم د مخالفینو له کنټروله وباسي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د زمري په اته ویشتمه د هیواد د خپلواکې او په نهه ویشتمه نیټه د انتخاباتو په ورځ تبصره کړې او ددغو دواړو ورځو ترمنځ اړیکه څیړلې.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام خلک هڅولي، چې په انتخاباتو کې پراخه ګډون وکړي او هغه چاته راې ورکړي، چې د هیواد خپلواکۍ ته ژمن وي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو سربیره نن خپل زیاتره مطالب د هیواد د خپلواکۍ کلیزې ته ځانګړې کړي.

انیس پخپله سرمقاله کې د هیواد د خپلواکۍ د ګټلو لپاره د افغانانو مبارزو ته په اشارې لیکلي دي، چې خپلواکي د وینو په بیه ګټل کیږي.

خو اصلاح هم پخپله سرمقاله کې د خپلواکۍ د ګټلو او انتخاباتو په دوو پرله پسې ورځو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د هیواد ملي ګټې په پراخ فکر او نظر سره خوندې کیداې شي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي په یو مطلب کې خلک هڅولي، چې په دقت سره راې ورکړي او یو داسې کس دې انتخاب کړي، چې ملي ګټو ته ژمن وي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د ناټو لومړیتوبونو ته اشاره کړې او لیکلي دي، پدې لومړیتونو کې افغانستان ته د ترورزم د ستنیدو مخنیوې او د ثبات راوستل شامل دي.
XS
SM
MD
LG