د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۸

عبدالرحیم وردګ:موږبه له تهاجمي عملیاتونه ډډه وکړو یواځې د دفاع په حالت کې به یو


د افغانستان د دفاع وزیر یو ځلې بیا ډاډ څرګند کړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي او وسلوالو مخالفینو ته به اجازه ورنه کړي چې په دغو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخنیوي وکړي.

ستر جنرال عبدالرحیم وردګ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو به د خلکو د خوندیتوب په هدف د انتخاباتو په ورځ له تهاجمي عملیاتو ډډه وکړي او په دفاعي حالت کې به وي:
"د افغانستان د شریفو خلکو د مصئونیت لپاره، د افغانستان امنیتي ارګانونو حکم صادر کړی چې د انتخاباتو په ورځ له هر ډول تهاجمي عملیاتو نه ډډه وکړي او یوازې د خپل ځان د دفاع او د خلکو د دفاع لپاره له وسلې کار واخلي.

موږ له هغو دښمنانو نه چې له موږ سره جنګیږي تمه لرو چې هغوی هم د خپلو هېواد والو بې ګناه خلکو له وژلو، ټپي کولو او وهلو څخه ډډه وکړي. او په دغې ورځ د انتخاباتو په پروسه د ګډون له لارې د هېواد په برخلیک ټاکلو کې برخه واخلي."

د دفاع وزیر وویل، چې شاوخوا اتیا فیصده افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رایې ورکولو د مرکزو د امنیت ټینګولو لپاره ځای پر ځای شوي دي او د اسد د میاشتې تر شپږویشتمې نېټې پورې به ټول ځواکونه ځای پر ځای شي.
پخوا تردې افغان چارواکو ویلي وو، چې د اسد د میاشتې د نهه ویشتمې نېټې په انتخاباتو کې به د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رایې ورکولو شاوخوا اوه زره مرکزونه وي او په هېواد کې میشت ټول کورني او بهرني درې لکه عسکر به یې د امنیت په ټینګولو بوخت وي.

که څه هم دغو انتخاباتو ته یوازې څو ورځې پاتې بیا هم په دې وروستیو کې د کابل په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې وسلوالو طالبان په دې وتوانیدل چې مرګونې حملې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، د دوي ټینګ امنیتي تدابیربیا هم سل په سلو کې د دې تضمین نه شي کولای چې هېڅ کومه پېښه دې نه کیږي.

خو هغه وویل، له دې ټولو ستونزو سره سره به انتخابات ترسره کیږي:

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر


"ایا په هېواد کې به انتخابات وشي؟ ځواب یې هو دی. له دې حملو سره سره انتخابات ترسره کیږي، ځکه یو داسې ملت لرو، چې په هیڅ صورت یې دارنګه تروریستي حملې اراده نه شي ماتولای.

ایا دښمن به د دې توانایي ولري چې په هر ځای کې دا رنګه عملیات ترسره کړي؟ هیڅکله نه. ایا هیڅ حمله به ونه شي، دا ادعا هم موږ په هیڅ صورت نه کوو."

اکثره کار پوهان هم نا امني د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې ستر چلنج بولي.

په دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو ګواښ وکړ چې انتخابات به وغندي او د رایې ورکولو په ورځ به لویې لارې د خلکو په مخ وتړي.

خو د افغان او نړیوالو ځواکونو چارواکو خلکو ته په بیا بیا ډاډ ورکړی چې وسلوال مخالفین دومره توان نه لري چې د انتخاباتو په ورځ دې کومه لویه ستونزه رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG