د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۳

بشري: په كابل د امنیت لپاره مخصوصي كمري لګول شوي


د کابل فضا ته پورته شوی بالون
د كورنيوچارو وزارت وياند وايي چې د انتخاباتو په درشل كې په كابل ښاركې د امنيت د ټيګښت لپاره نوي تدابيرنيول شوي اود لومړي ځل لپاره په دې برخه كې امنيتي ځواكونو له ټېكنالوژۍ څخه هم استفاده كړې.

د دې وزارت وياند زمري بشري د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وويل چې د كابل ښار په ډېرو څلور لارو كې مخصوصي كمرې نصب شوي اود ايساف يا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو له خوا يو كمره لرونكى بالون هم د كابل په فضا كې ګرځي اوامنيتي حالات څاري.

د ښاغلي بشري په خبره دوه هيلې كاپټرچې د روسيې او جرمني له خوا د كورنېو چارو له وزارت سره مرسته شوې د كابل ښار په فضا كې امنيتي ګزمې ترسره كوي او له دغو تدابيرو سره به د ده په خبره د امنيت د ټيګښت په برخه كې په كابل ښاركې ډيرښه والى راشي:
"دغه کمرې او دغه بالون د پولیسوسره ډیره مرسته کوي دوه هيلې كاپټر
دي چې د کابل په ښار کې پرواز کوي او په دوام داره توګه ګزمه کوي او دا به ډیرې مثبتې پایلې ولري او د امنیت په برخه کې به موږسره ډیره مرسته وکړي دا غټ تاثیرات لري او موږ سره په دغه مواردو کې به ډیره مرسته وکړي."

ده وويل چې د كابل ښارترڅنګ په ځينو نورو ولايتونو كې هم د خاصوامنيتي كمرو د نصبولو لپاره كار روان دى او څه موده مخكې په كندهاركې هم د ايساف د ځواكونو له خوا يوكمره لرونكى بالون هوا ته پورته شوې تر څو امنيتي وضع وڅاري.

خو د امنيتي چارو كارپوهان د كورنېو چارو وزارت له خوا دغه نوي امنيتي تدابير ګټور نه بولي او وايي چې له دغو كمرو او كمره لرونكي بالون څخه استفاده كول به په كابل ښاركې امنيت ټينګ نه كړي.

د امنيتي چارو كار پوه جنرال امرالله امان هم ورته نظرلري:
"دغه کمری صرف په خاطر د ساتلو د دکانواو د شپې له طرفه او د غلاو په خاطر باندې نصبیږی دا هیڅ کله وسیله د دې نه شي کېدلاې چې د جنګ کوونکو مخه ونیسي اویا د کوم تروریستې عمل مخه ونیسي.

زه فکر کوم دا ټول نمایشي دي دغه یی د ټیکنالوجي اولابراتوارغوندې دلته اېښي دي پردې باید اتکا ونه شي فزیکي له لحاظه که د ملک امنیت ونه نیول شي تیکنالوژي موانع ګانې په هیڅ صورت په درد نه خوري."
يوكمره لرونكى بالون


خو د كابل امنيتي مسوولين وايي چې په كابل ښاركې يې د خاصو كمرو د نصبولو تر څنګ په ټولوڅلور لارو كې امنيتي ځواكونه د نقليه وسايطو ټينګه تلاشي هم كوي او كوم موټر اوغوټې چې مشكوكې وي د روزل شويو سپيو په واسطه تلاشي كيږي.

د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې په كابل ښار كې د نويوامنيتي تدابيرو څخه خبر وركوي چې په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانوانتخاباتو ته يوازې څولنډې ورځې پاتي دي اود دولت وسله والو مخالفينو ګواښ كړي چې د انتخاباتو په ورځ به خپلو فعاليتونو ته لا زور وركړى اوانتخابات به ګډوډ كړي.

خو د كورنېو چارو وزارت وايي چې په كابل او ولايتونوكې يې ډير شمېر پوليس د امنيت د ټينګښت په هدف په وظيفو ګمارلي او د پوليسو ترڅنګ د ملي اردو لسګونه زره عسكراولسګونه زره بهرني ځواكونه هم د دې هېواد په بېلابېلو برخوكې هلې ځلې كوي ترڅو امنيت ټينګ او د افغانستان په ټولو ولايتونو كې انتخابات په ډاډمنه امنيتي فضا كې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG