د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

شنبه/د زمري اوولسمه نېټه


د ناټو عمومي منشي ښاغلی راسموسن په کابل کې
د ناټو عمومي منشي ښاغلی راسموسن په کابل کې
اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د یو امریکايي چارواکي دا اټکل خپور کړې، چې د افغانستان جنګ به په راتلونکو دوو کلونو کې یو طرفه شي.

ورځپاڼې د ډیویډ کیلکولن په اټکل کې د جنګ دواړو حالتونو ته اشاره کړې او هغه دا، چې امریکا به دا جنګ وګټي او یا به يې بایلي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د ناټو د نوي عمومي منشي په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې ددغه سازمان د روان ماموریت د بریالیتوب لپاره نورو سرتیرو ته اړتیا ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستاني طالبانو د مشر بیت مسعود په وژنې تبصره کړې او له دې سره په تړاو کې د پاکستاني طالبانو برخه لیک څیړلې دې.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې له ولسمشر کرزي سره د برتانیې د ځانګړي استازې د لیدنې خبر ورکړې او لیکلي دي، چې برتانیې د سولې لپاره د افغان مشرتابه د هڅو ملاتړ وکړ.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزلو په بهیر تبصره کړې او پدې ترڅ کې دا انتقاد کړې، که څه هم دا د امریکا د مشر د نوی ستراتیژۍ یوه برخه ده خو لا هم پدې اړه چټک ګامونه ندي پورته شوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا په هیواد کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره د کشفي ادارو پیاوړتیا او د خلکو همکاري ضروري بللې ده.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې هغو هڅو ته کتنه کړې، چې د بیت اله مسعود تر وژنې وروسته د هغه د ځاې ناستې د ټاکلو لپاره روانې دي او پدې ترڅ کې د ځینو کسانو نومونه هم اخستل شوي، چې ممکن د هغه ځاې ونیسي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د پاکستان او افغانستان په روانې وضعې د بیت اله مسعود د وژنې اغیزې څیړلي او لیکلي دي، چې دا اوس د پاکستان د حکومت او د وزیرستان د قومي مشرانو په لاس کې ده، چې وضعه کوم لور ته بوزي.

دې ورځپاڼې هم په کابل کې د ناټو د نوي عمومي منشي په څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو بهیر باید چټک شي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالت څیړلې او په اړه يې بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د بیت مسعود د مړینې اغیزې څیړلي او لیکلي دي، چې د نوموړي مړینه د افغان، پاکستاني طالبانو او القاعده ترمنځ پر اړیکو ناوړه اغیزه لري ځکه د ورځپاڼې په وینا ده ددې ټولو کړیو ترمنځ د اړیکو د یو پل توګه رول لوبوو.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې په راروانو انتخاباتو کې د خلکو په ګډون تبصره کړې او لیکلي دي، چې د خلکو پراخه ګډون انتخاباتو ته مشروعیت وربښي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست په ځینو کاندیدانو او د هغوی په پلویانو دا انتقاد کړې، چې پخپلو کمپاینونو کې ددې پر ځاې، چې ملي ګټې په پام کې وساتي قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې بیا دا لیکلي دي، چې د افغانستان په انتخاباتو کې د خلکو له اسلامي احساساتو نه ناوړه ګټه پورته کیږي.

په ورځپاڼه کې د افغانستان د شمالي سیمو امنیتې وضعې ته هم کتنه شوې او دغو سیمو ته يې د طالبانو لارموندل د امنیت د خرابولو لپاره هغه طرحه بلل شوې، چې د ورځپاڼې په وینا پخپله ځینې دولتي کړۍ پکې لاس لري.
XS
SM
MD
LG