د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

راسموسن افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتنه وکړه


راسموسن
راسموسن
اندريس په کابل کې د خبرو په مهال وویل:نړېوالو په افغاني ټولنې کې د امنیت د ټینګښت په کار کې موجودې ستونزې کمې ګڼلې وې.

ده وويل موږ ځیني درسونه زده کړل، او په همدې اساس مو پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زیات کړو.

د ناټو عمومي منشي وويل زما په فكر سره په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به نړیواله ټولنه زیاتې منابع برابرې كړي، حتی د مدني پراختیا لپاره هم.

اندريس په داسې حال کی دا څرګندونې وکړې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو، په افغانستان کې اوه بهرني عسکر ووژل شول.

بل خوا کولمبیا وایي په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ایساف ځواک ته څلوراتیا پلي عسکر استوي.

د هسپانیې د ولسمشر مرستیالې ماریا تریسا فرناندیس کولمبیا ته د سفر پر مهال وویل چې افغانستان ته به د کولمبیا عسکر په دوو ډلو کې واستول شي.

لومړۍ ډله به په ۲۰۱۰ او دوهمه به یې په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته ورسیږي.

د کولمبیا د ولسمشر مرستیال فرانسسکو سانتوس وویل د دوي عسکر به په افغانستان کې د دېره هسپانوي ځواکونو د اډې په امنیت کې مرسته کوي.

ده زیاته کړه، په راتلونکي کې ممکن په افغانستان کې د کولمبیایي عسکرو شمېر نور هم زیات شي.
XS
SM
MD
LG