د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۸

افغانستان

د كابل- جلال اباد پر لويه لار وسلوال بريد شوى

نن د كابل جلال اباد پر لويه لار د سرخكانو په سيمه كې وسلوالو د نړيوالو ځواكونو پر اكمالاتي كتار بريد كړى، چې د لغمان د والي وياند سيد احمد ساپى وايي په پېښه كې يو كلينر وژل شوى، د يوې ښځې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

ساپي وويل د پېښې په تړاو يو تن نيول شوى او په حمله كې دوه موټرونه هم ويجاړ دي.

د پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى او ادعا يې كړې چې يو سرف ډوله موټر يې په بمي چاودنه كې ويجاړ كړى او ټول سپاره كسان يې په كې وژلي، خو چارواكو دغه ادعا رد كړې ده.

د يوه بل خبر پر اساس، په كندهار كې د ملي اردو ځواكونو يو تن چې پر سړك يې ماينونه ښخول نيولى دى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د غني او جانسون خبرې؛ بریتانیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي

ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

ښاغلي جانسون د سولې د هڅو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو یې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صدراعظم جانسون د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه کلیدي بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي چې د بریتانیا صدراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

امرالله صالح: د زابل له شینکۍ ولسوالۍ د ملي اردو ایستل یو اطلاعاتي راز دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د زابل له شینکۍ ولسوالۍ څخه د ملي اردو د ځواکونو ایستل یو اطلاعاتي راز دی.

ښاغلي صالح پرون مازدیګر پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل، په داسې شېبو کې اړتیا نه‌شته چې د بیان ازادي په نوم دې عملیاتي محرمیتونه خپاره شي.

ده ویلي، څه چې تر اوسه د زابل په اړه ویل او لیکل شوي، غلط دي.

له دې وړاندې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق‌بیان ازادي راډیو ته ویلي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې.

حق‌بیان دا کار د ولسوالۍ سیاسي سقوط بللی، نه‌پوځي.

د ۲۰۵ اتل قل اردو د ارکان رئیس عبدالمتین حسین‌خېل بیا ویلي، ځواکونو یې له شینکۍ ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

طالبان بیا وایي، شینکۍ کې د یوې لویې قرارګاه له نیولو وروسته ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوی لاس ته ورغلې ده.

د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران ترکیه کې غونډه کوي 

د ترکیې د استانبول ښار یوه څنډه

ټاکل شوې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه سبا نه بله ورځ په ترکیه کې ترسره شي.

محمد حنیف اتمر همدې غونډې او د «انتالیا ډيپلوماسي مجمع» کې د ګډون په هدف پرون ترکیې ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د انتالیا د ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ. ټاکل شوې د همدې غونډې په څنډه کې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، دی به د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیده کاته ولري او د افغانستان پر سولې او نورو اړوندو مسئلو به خبرې وکړي."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د انتالیا ډیپلوماسي بحث کې د ګډون په خاطر ترکیې ته رسېدلی دی.

د انتالیا ډيپلوماسي مجمع یا غونډه نن جمعه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پيلېږي او دوه ورځې دوام کوي.

افغان لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو.

د تکواندو ملي فدراسیون وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تکواندو سیالیو کې اتلولي ګټي.

د دغه فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محسن رضايي لوبې په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.

رضایي ته چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او جنوبي کوریا سیالان مات کړل، پرون د لبنان په بیروت ښار کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ په بیروت کې د ۲۱ هېوادونو د ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

کابل کې د هیروئینو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي کسان

کابل ښار ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال درې کسان ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل‌یې څه د پاسه ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین له یوه ګاونډي ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، په دوهمه پېښه کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل‌یې څلور نیم کیلو ګرامه هیروئین د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سیمه کې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلوري.

نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

افغان پولیسو له ۱۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي

ارشیف

پولیسو په څلورو ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ څه دپاسه ۱۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي دي.

دا عملیات چې په بلخ، کندز، ننګرهار او کابل ولایتونو کې وشول، په نتیجه کې یې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه ښیښه او هیروئین، څه د پاسه ۵۸ لیټره شراب او ۴۲ لیټره بیر نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه وسلې او مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک 'طالبانو ته سپارل' شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې زابل ولایت

د زابل د ولایتي شورا رئيس وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی دی.

عطاالله حق‌بیان ازادي راډیو ته وویل چې دا کنډک بې‌مقاومته په لوی لاس وسله‌والو ته پرېښودل شوی دی.

خو د اتل قول اردو درستیزوال جنرال عبدالمتین حسن‌خېل وايي چې خپل سرتېري یې په تاکتیکي ډول ایستلي او په لازم وخت کې به بېرته شینکۍ ولسوالۍ ته ځواکونه ولېږي.

دفاع وزارت: د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه لویه برخه بېرته ونیول شوه

ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه لویه برخه‌یې بېرته نیولې او پر شیرین تګاب‌یې د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب دولت‌اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ښاغلی امان زیاتوي: "د دغو ولسوالیو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې ۴۵ طالبان وژل شوي او ۶۷ نور ژوبل شوي دي."

په وروستیو دوو ورځو کې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ د لاس په لاس کېدو ضد و نقیض راپورونه ورکول شوي دي.

طالبانو د دفاع وزارت د ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د جرمني دفاع وزیره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړه

د جرمني دفاع وزیره انیګریت کرامپ کارینباویر

د جرمني دفاع وزیره انیګریت کرامپ کارینباویر له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو او نورو مسالو په اړه د خبرو لپاره نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ترکیې ته لاړه.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند وايي، د دغه هېواد دفاع وزیره به په انقره کې له خپل تُرک ساري او نورو چارواکو سره له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ترکیې د راتلونکي رول او په مدیترانه کې د کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي.

له ترکیې سره په وروستیو کې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه خبرې شوي دي.

دا ترکیې ته د جرمني د دفاع وزیرې لومړنی سفر دی.

بایډن: په افغانستان کې د ترورېزم مخنیوی د روسیې په ګټه دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، په افغانستان کې د ترورېزم مخنیوی د روسیې په ګټه دی.

ښاغلي بایډن دا خبره پرون په جینیوا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له خبرو وروسته وکړه.

«موږ په دې اړه چې څرنګه په افغانستان کې د تروریزم د بیا سر راپورته کولو د مخنیوي لپاره په ګډه هڅه کې ونډه واخلو، خبرې وکړې. روسیې ته ډېره په ګټه ده چې تروریزم په افغانستان کې پیاوړی نه شي.»

بایډن زیاته کړه، پوتین د خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان په اړه همکارۍ ته چمتو دی.

روسیې په مارچ میاشت کې د امریکا، چین، پاکستان او روسیې د څلور اړخیزې غونډې کوربه توب وکړ چې په پای کې یې په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو ټینګار وشو.

د سولې او اقتصاد انسټیوټ: افغانستان تر ټولو ناامن او ایسلنډ امن دی

ارشیف، د کابل ښار یوه څنډه

د سولې او اقتصاد د انسټیټیوټ د موندنو پر بنسټ روان ۲۰۲۱میلادي کال کې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامن او اېسلنډ تر ټولو امن هېواد دی.

دا انسټیټوټ چې هرکال د نړۍ د امنیت په اړه نوملړ خپروي، په سږني هغه کې ویلي چې افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پر له پسې ډول د دوی په فهرست یا انډېکس کې د نړۍ تر ټولو ناامن هېواد دی.

له افغانستانه وروسته یمن، سوریه، جنوبي سوډان او عراق د نړۍ ناامن هېوادونه بلل شوي دي.

ایسلنډ له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې د نړۍ تر ټولو د امن هېوادونو د فهرست په سر کې راځي، ورپسې نیوزیلنډ، ډنمارک، پورتګال او سلووینیا یادونه شوې ده.

سوداګرۍ خونه: د ۲۵۰ افغان سوداګرو سوداګریزې توکي چین کې بند پاتي

ارشیف، د افغانستان او چین ګډ بیرغونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د اوږدې مودې راهیسې د ۲۵۰ سوداګرو سوداګریز توکي په چین کې د ویزو نشتون له امله بند دي او تر اوسه د دې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ګام نه دی شوی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرو د اتحاديي رئیس حاجي عبید او یو شمېر نورو غړو له سوداګرۍ خونې سره کتلي او د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو او افغان سوداګرو ته د چین ویزو نه ورکولو په اړه خبرې شوي.

ښاغلي مومند وویل، افغان سوداګرو ته د چین ویزې نه ورکولو له امله سوداګر له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او دوی به دا ستونزې ژر تر ژره د چین سفارت او د نوموړي هېواد د سوداګریز قونسل سره حل کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ خونه به د دوی دغو ستونزو هواري لپاره یوه انلاین ناسته د چیني مقاماتو، دولتي سکتور مسوولینو، کابل کې د چین مېشت سفیر، په چین کې مېشت افغان سفیر او یو شمېر سوداګرو په ګډون ترسره او شتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.

چارواکي وایي، د کرونا ویروس د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو خورا بده اغیزه کړې ده.

هرات کې د روميانو معياري فارم جوړ شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د روميانو معياري فارم جوړ شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د روميانو دغه ستر فارم په دغه ولايت کې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

په دغه فارم کې له اصلاح شوېو تخمونو او د اوبو لګولو له پرمختللي سيستم څخه استفاده شوې ده.

چاراکي وایي، په دغه فارم کې کرل شوي تخمونه په هر هکتاره ځمکه کې له ١۵٠څخه تر ٢٠٠ مټريک ټنو پورې د حاصلاتو وړتيا لري.

د کرنې وزارت وایي، د دغه معیاري فارم په جوړولو سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

لوګر چارواکي: پر یوه کور د هاوان مرمۍ په لګیدو ۴ تنه وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

په لوګر کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي د پنجشنبې (د غبرګولي ۲۷مه) په ورځ ازادي رادیو ته وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په سرخ اب سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګیدلې چې له امله دا مرګ ژوبله اړولې ده.

دده په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

احمدي وایي، د هاوان یاده مرمۍ وسله والو طالبانو فیر کړې، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د توغول شوي هاوان مرمۍ پړه پر افغان سرتېرو ور اچوي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دې ولایت کې د جګړې د دواړو خواوو په نښته کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پکتیا چارواکي: د ۱۱ پاکستانیو په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي

ارشیف، پکتیا کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) سهار ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د بیان خېلو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ چې د افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.

مومند وایي، د نښتې په پایله کې د ۱۱ پاکستانيو او ۲ مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور یې ټپيان شول.

د مومند په خبره په نښته کې د سرحدي ځواکونو ۳ سرتیري وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې ۹ افغان سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG