د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۴

په کابل ښار باندې ۷ توغندي توغول شوي


د افغانستان د کورینو چارو وزارت وایي په کابل باندې ۷ توغندي وریدلي او یو ماشوم یې ټپی کړی.

دا توغندي نن سهار وختي ورول شوی دي. پوځي چارواکي او عینی شاهدان وایی یو توغندی د امریکا سفارت ته څیرمه او بل د کورنیو چارو د وزارت د یوه جګ پوړي چارواکي په کور لګیدلی خو مرګ ژوبله یی نه درلوده.

وسلوالو طالبانو د دغو توغندیو د ویشتلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، وسلوالو یې لس توغندي په هوايي ډګر او درې یې په قول اردو ویشتي دي.

نوموړی همداراز ادعا کوي چې وسلوالو یې د کابل په مرنجان تپه کې یو پوځي موټر په ماین الوزولی او په موسهي ولسوالۍ کې یې د یوې حملې په ترڅ کې اته افغان او بهرني عسکر وژلي دي.

چارواکو د دوی دغه ادعا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG