د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

له خپلو کورونو د فلسطینیانو پر شړلو د امریکا اندېښنه


داسراییلو پولیسو څه دپاسه پنځوس کسه فلسطینیان په ختیځ بیت المقدس کې له کورونوشړلي او د دوی په ځای یې یهودي کډوال ځای پر ځای کړل.

د اسراییلودغه اقدام چې امریکا، ملګرو ملتونو او برتانیا پرې اعتراض کړی په منځنی ختیځ کې نوی کړکیچ رامینځته کړی دی.

د اسراییلو په دولت باندې وروسته له دې نړیوال اعتراض وشو چې اسراییلي پولیسو د یکشنبې په ورځ په ختیځ بیت المقدس کې دوه فلسطیني کورنۍ په زوره له کورونو وشړلې او په ځای یې یهودي کډوال څای پرځای کړل.

د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګروملتونود ادارې یو ویاند کریس ګونیس وايي چې فلسطینی کورنۍ له پنځوسو کلونو راهیسې په دغو کورونو کې اوسیدلي .

اسرايیلی پولیسو په داسې حال کې په دغه نوي اقدام لاس پورې کړی چې د باراک اوباما حکومت له اسراییلوغوښتي دي چې په فلسيیني اشغالي ځمکو کې دي نورې آبادۍ نه کوي .

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارودوزارت ویاندې میګن ماتسون وویل چې په ختیځ بیت المقدس کې دغسی یو حرکت د سولې په اړه د اسرايیلو له ژمنو تیري دی .

نوموړی په یوی لیکلی اعلامیی کی وویل چی دغسی یوجانبه اقدامات که داسراییلو لخوا وي یا دفلسطینیانو دمذاکراتو پرنتایجو تاثیر نه شی کولای او نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پیژني .

دمنځنی ختیځ دسولی دپروسې لپاره دملګرو ملتونو خاص استازی رابرت سیری داسراییلو لخوا دفلسطینی کورنیو شړل یوه نه منونکی اقدام وګاڼه .

دی وایی چې داسراییلو دغه اقدام کړکیچ زیات کړاو د سولې نړیوالوزیارونو ته ګواښ ګڼل کیږي.

اسراییل ادعا کوی ختیځ بیت المقدس چی دنولسوه اوه شپیتم کال په جنګ کی یی له اردنه نیولی ددوی دپاییتخت یوه برخه ده .

خوتروسه کوم بل هیواد دغه ادعا نه ده منلې.

فلسطینیان هم ختیځ بیت المقدس دخپل راتلونکي دولت پایتخت ګڼي .

هغه اسراییلی پولیس چې فلسطینی کورنۍ یې شړلی وایي چې داسراییلو سترې محکمې تیره میاشت حکم کړی چې دغه کورونه دیهودانو دی اوعربي کورنۍ په کې پرته له قانونه اوسیدلی.

خو فلسطیني کورنۍ وایی چې دیهودی کډوالو قبالې جعلې دی.

دوی زیاتوی چې دغه کورونه یې دهغه یو توافق په اساس ترلاسه کړی چې دوه پنځوس کاله پخوا دملګرو ملتونو او داردن ددولت ترمنځ شوی دی.

دناصرالغاوی په نامه یوفلسطینی چی له خپل کوره شړل شوی وایی :

( داسی وشو چی خصوصی ځواکونه دسهار په پنځه نیمو بجو راغلل او په کورونو راننوتل . دوی دکورنی دهرغړی په وهلو ټکولو پیل وکړ. امبولانسونو ډیرټپیان روغتون ته ورسول . دایو وحشیانه عمل دی . داقانونی نه دی . دا تروریستی عملیات دی)

ځینی فلسطینی مشران وایی چی ددغو کورونو تخیله کول دختیځ بیت المقدس داوسیدونکود بدلوولو لپاره داسراییلو دیوه پراخه پلان یوه برخه ده .

دختیځ بیت المقدس وضعیت په واقعیت کې داسراییلو او فلسطینیانو دشخړې یوه ډیره حساسه موضوع ده.

اسراییلو له نولسوه اوه شپیتم کال راهیسی په ختیځ بیت المقدس کی دیهودی اوسیدونکو شمیر زیات کړی اوهلته یې آبادی کړی چی اوس په کی ۱۸۰۰۰۰یهودان اوسی .
دلویدیځې غاړې ځینو یهودی کډوالو هلته ځمکې اخیستی او آبادی یې کړی دی .

ختیځ بیت المقدس اوس ۷۶۰۰۰۰ نفوس لری چې په دوی کې ۲۷۰۰۰۰ یا ۳۵٪ فلسطینیان دی .
XS
SM
MD
LG