د دې وزارت د لرغون پيژنې رييس څېړونکي محمد نادر رسولي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى په رسمي توګه د يكشنبې په ورځ د مس عينك د كان په سيمه كې د لرغونو اثارو د را ايستلو كار پيل كړ او هڅه كيږي چې دا كار د څه باندې شلو تنو افغان لرغون پيژندونكو لخوا په چټكۍ سره پاى ته ورسيږي.
ښاغلي رسولي وويل چې د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د مس عينك د كان په سيمه كې په لس هكتاره ځمكه كې له ميلاد نه د وړاندې او وروسته پيړيو لرغوني اثار شته او بايد چې د كان د را ايستلو نه وړاندې چې درې كاله وروسته پيليږي خوندي كړي:
"يو شمېر مجسمې او لرغوني اثار چې په دې معبد او شاه خوا سيمو كې پاتي دي بايد د مس عينك د كان له را ايستلو څخه وړاندې خوندي شي، مونږ خپل كار پيل كړ ترڅو په دې سيمه كې موجود لرغوني اثار له مينځه ولاړنشي."
ده څرګنده كړه چې د پخواني شوروي اتحاد لرغون پيژندونكو په ۱۹۸۰ م كال كې په مس عينك كې سروې كړې وه چې له مخې يې د بوديزم د دورې يو معبد او د هغې دورې د راهيبينو د اوسېدو يوه ودانۍ له نورو ملحقاتوسره موجوده ده.
د اطلاعاتو او كلتور وزارت د لرغون پيژندنې رييس وويل چې تېر كال د مس عينك د كان له سيمې څخه درې لرغونې مجسمې ترلاسه او ملي موزيم ته وليږدول شوې.
څېړونکي محمد نادر رسولي وايي چې په وروستيو دريو لسيزو كې د افغانستان د ځينو نورو سيمو په څېر د لوګر د مس عينك له سيمې نه هم ډير او مهم لرغوني اثار په خپل سر ايستل شوي او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته قاچاق شوي دي:
"په معبد او د راهيبينو په ودانۍ كې سلګونه خپل سره كيندنې شوي، ډېر لرغوني اثار په بې رحمانه توګه قاچاق شوي مونږ هڅه كوو هغه اثار چې پاتي دي هغه خوندي كړو."
د راپورونو له مخې د لوګر ولايت په مركز پل علم او د بركي برك او خروار په ولسواليو كې هم لرغوني او تاريخي اثار شته چې ويل كيږي د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په څير په دغو سيمو كې هم خپل سره كيندنې شوي او ډېر شمېر مهم اثار قاچاق شوي هم دي.
خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت د لرغون پيژندې رييس وايي چې په ځينو سيمو كې يې لرغوني اثار چې له خطر سره مخامخ وو خوندي كړي او په ځينو سيمو كې چې اوس هم د قاچاق له ګواښ سره مخامخ دي بايد سيمه ايز خلك د لرغونو او تاريخي اثارو د ساتنې په برخه كې مرسته وكړي.