د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۳

افغانستان په لوېدیځو ورځپاڼو کې


د ټایمز ورځپاڼې تبصره په هلمند کې د نړیوالوځواکونو پر دې ستونزې ده چې هغوی مکلف شوي چې پرهغه چا ډز ونه کړي چې وسله په لاس کې ونه لري .

ورځپاڼه وايي دې مسلې په سیمه کې د امریکاسمندري پلیو ځواکونو ته ستونزې هم پیدا کړي ځکه چې طالبان وسله په کورونوکې ږدي او بې غمه ګرځي راګرځي خو نړیوال ځواکونه ورته څه نه شي ویلی ځکه چې هغوی ته ویل شوي چې پر بې وسلو کسانو به کار نه لري.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي چې نړیوالوځواکونو ته ویل شوي چې تروسه وسه پورې هڅه کوي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي که څه هم تراوسه پورې د دوی شپږسرتېري وژل شوي او اتلس نور ژوبل شوي دي .

د سولې او جنګ انستیتیوت له کابل څخه د سید یعقوب ابراهیمی په قلم یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی :
((افغانان شک لري چې د کرزي د انتخاباتو بېړۍ د امریکا له لوري خوځول کېږي .))

په دې مفصله مقاله کې د ۲۰۰۱ کال په پای کې په کندز ولایت کې د اتو زرو طالبانود تسلیمېدو،د دوستم د پلویانو له لوری د شاوخوا دوه زره طالب اسیرانو د وژنې د څرنګوالي ، د ولسمشراوبا له خوا د دې موضوع د څېړنې او بالاخره د دوستم د جلاوطنه کېدو دعواملوکیسه بیان شوې .
ښاغلی ابراهیمي په دې برخه کې چې ولې اوس دا موضوع راپورته شوې ، د ځینو افغانانو شک ته اشاره کړې اوبیا یې ویلي چې امریکا د کرزي خلاف چې غواړي ، دوستم بېرته افغانسیتان ته ستون شي ، د هغه د راتګ د مخنیوي هڅه کوي .

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په هکله تبصره خپره کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې ترزرو تنو اوړي .

په دې مقاله کې دې ته په اشارې سره چې نړیوالوځواکونو په وروستیو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هلې ځلې زیاتې کړي ، یادونه کړې چې اکثره عام افغانان د طالبانو په ځانوژونکو حملواو ماین چاودنو کې وژل شوي دي .

په لوېدیځو مطبوعاتو کې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتوڅو مخکښو کاندیدانو ته د بې سرحده خبریالانو د ټولنې لیک هم خپور شوی او په هغه کې ویل شوي چې دې ټولنې د ولسمشرکرزي په ګډون ډاکتر اشرف غني احمدزي ،ډاکترعبدالله عبدالله او څو نورو کاندیدانو ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې سر له اوسه په افغانستان کې له خپل لوري د ژورنالیستانواو بیان ازادۍ په باب خپل دریځ څرګند کړي .

په دې لیک کې د هغو افغان ژورنالیستانو لکه عبدالصمدروحاني او ذکیه ذکي نومونو ته اشاره شوې چې د حقایقو د بیانولوقرباني شوي اودغه راز د اجمل نقشبندي په شان د ځینو نورو یادونه شوې چې لا هم د زندان د پنجرو شاته شپې ورځې سبا کوي .

عصمت الله څاروان
XS
SM
MD
LG