د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۱۹

د افغانستان په اړه د څو لوېدیڅو ورځپانو تبصرې


واشنګټن پست ورځپاڼه په خپله پرونۍ ګڼه کې دهغو چارواکوله قوله چې د وسله والو پرضد د جګړې په اړه، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان دنوې څېړنې له محتویاتو خبر دي لیکي:
جنرال ستېنلي مک کرېستل په خپله نوې ستراتېژۍ کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو په عملیاتو کې د پراخو بدلونونو، د افغان د امنیتي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالي او د ولایتي ادارو په چارواکو کې د فساد د مخنیوي لپاره غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه په کابل کې د یوه پوځي امریکايي چارواکي په حواله لیکي چې وايي، د څېړنې د ټیم د غړو ترمینځ په دې برخه کې چې دروانو هڅو لپاره امکانات کافي نه دي، او د دې ماموریت د بریالیتوب لپاره اضافي امکاناتو ته اړتیا ده، عام توافق موجود و.

واشنګټن پست د مطلب په یوه بله برخه کې لیکي، یاد شوي بدلونونه، د جنرال مک کرېستل د دې نظر د عملي کولو لپاره مطرح شوي دي چې وايي، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لومړنی هدف دا نه دی چې د طالبانو پر مرکزونو حملې وکړي، بلکې هدف دا دی چې د ملکي خلکو امنیت ونیسي او له افغان حکومت سره مرسته وشي څو د امنیت د ټينګولو لپاره مسوولیتونه په غاړه واخلي.

ښاغلي مک کرېستل په خپله یوه وروستۍ مرکه کې وویل چې اصلي تمرکز باید پر خلکو وي.
د ورځپاڼې په وینا د امریکايي ځواکونو د قوماندان څېړنه پر امریکا او د ناټو پر نورو غړو ټینګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر دوه چنده کړي. دی غوښتنه کوي چې د افغانستان د ملي اردو د پرسونل شمېر له ۱۳۴ زره څخه ۲۴۰ زرو ته او د پولیسو د ځواک، له ۹۲ زره څخه ۱۶۰ زرو ته اوچت شي.

د برتانیې چاپ ډېلي ټلګراف ورځپاڼه په هلمند ولایت کې د سوله ییز حل په چاره کې د قومي مشرانو ونډې ته اشاره کوي او لیکي:

د افغانستان د جګړې ګټونکی به په پای کې وسله وال ځواکونه نه، بلکې د سیاسي حل په مقصد د خبرواترو لپاره د جګړې د ګډونوالو اړخونو هیله وي.

ورځپاڼه په یوه بله برخه کې لیکي:
ترهغه وخته چې د برتانیې پرضد تروریستي بریدونه، د افغانستان او پاکستان ترمینځ له پرتو آزادو قبایلي سیمو څخه تنظیمېږي، نو د دې ګواښ د له مینځه وړلو تروخته به، له افغانستانه د برتانوي ځواکونو اېستل به یو لېونتوب وي.
خو ورځپاڼه برتانیا کې د دې جګړې د څرنګوالي په اړه په برتانیه کې د عوامو اعتراضونو ته اشاره کوي او لیکي دا د دې باعث شول چې برتانوي سیاستمداران، پوځي قوماندانان او د افغانستان د جګړې مسوول چارواکي د ګډوډۍ له دې حالته د وتلو لپاره پر خپلو اجراآتو په کلکه له سره غور وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د دې ټولو نتیجه دا شوه چې د برتانیې د بهرنیو چارووزیر ډیويډ مېلېبنډ له منځلارو طالبانو سره د خبرواترو غوښتنه وکړه څو خپله وسله پرځمکه کېږدي.

ډېلي ټلګراف په پای کې ليکي چې د میلېبنډ د ابتکار تمرکز د طالبانو د جوړښت پر پېژندنه دی چې بې له شکه، له تروریزم سره جګړه په اوس وخت کې اصلاً پر دوی متمرکزه ده.
XS
SM
MD
LG