د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۵

مک کریسټل : په افغانستان کې د بري لپاره زیاتو عسکرو ته اړتیا ده


جنرال مک کریسټل
جنرال مک کریسټل
نوموړی ددې لپاره چې په دې برخه کې یوه سم هدف او نتیجې ته ورسېږي د امریکا او مختلفو لوېدیځوسازمانونو د څېړونکو وړاندیزونه اوري او ډېر ژر باېد د خپل کار تګلاره وټاکي او په عملي کولو يې لاس پورې کړې.

یوشمېر کارپوهان او څېړونکي په دې نظر دي چې جنرال مک کرستل په افغانستان کې د پوځي چارو د پرمخ بېولو او د وسله والو طالبانو لخوا د نیول شویو سیمو د ترلاسه کولو لپاره زیاتو ځواکونو ته اړتیالري.

سربېره پر دی چې د اړتیا وړ سرتېرو د ټاکلي شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي وېل شوي خو کارپوهان وایي د روان کال ترپایه په افغانستان کې حتی د اته شپېته زرو امریکایي عسکرو په موجودیت کې او سربېره پر دې د متحد ایالاتو د نورو متحدینو د دېرشو زرو سرتېرو له حضور سره سره په افغانستان کې نورو عسکرو ته اړتیا شته.

څېړونکي وړاندیز کوي چې د بهرنیو ځواکونو د شمېر له زیاتېدو سره سم باېد خپله د افغانستان ځواکونه هم پیاوړي شي.

په واشنګټن کې د پوځی چارو د بهرنېو اړیکو څېړونکی سټیفن بېدلوایي، په افغانستان کې د قواوو زیاتېدل ضروري دي.

په واشنګټن کې د نړېوالو ستراتېژیکو مطالعاتو له مرکزڅخه انتوني کوردزمن په دې باور دی چې متحد ایالات په افغانستان کې څونورو لواوو ته اړتیا لري چې هره لوا درې تر پنځه زره سرتېري لري.

د نوموړي په وېنا دغه کار یوه لویه بودجه هم غواړي تر څو په افغانستان کې پوځي او ملکي پروګرامونه پلي شي او همدا راز له دغه شمېر سرتېرو سره باېد خپله د افغانستان پوځي او امنیتي ارګانونه هم دوه برابره شي.

یو شمېر نور څېړونکي هم له دې نظر سره موافق دي، خو د متحد ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ ګېټس چې پخوا د امریکا د استخباراتي ادارې یا آی اس آي مشر وو او د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د افغانستان له خلکو سره د جهاد پر مهال یې هم مرسته کوله په دې نظر دی چې د افغانستان خلک د بهرنېو ځواکونو له حضور سره حساس دي او په دې هېواد کې د بهرنېو ځواکونو زیاتېدل حساسیتونه زیاتوي.

یو شمېر نور څېړونکي چې جنرال مک کرسټل یې مشورې اوري د پوځي قومندانانو دغه نظرونه منعکسوي چې په افغانستان کې د حکومت کولو د سیسټم پياوړي کول مهم دي چې له لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی.

امریکایي او د ناټو قومندان ډېر ځل شکایت کوي چې دوی کولای شي په ډېرو سیمو کې وسله وال طالبان په شاتګ ته اړ باسي خو د افغانستان حکومت باېد دا توان ولري چې په دغو سیمو کې اداري ، عدلي سیسټومونه او د ښونځېو او طبي خدمات برابر کړي تر څو د سیمې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او له دغو سیمو څخه دښمنان وشړي.

خو څېړونکي وایي، د حامد کرزي حکومت په فساد اخته دی او ډېرې نیمګړتیاوې لري چې له دې امله ددغو کارونو د ترسره کولو توان نلري.
XS
SM
MD
LG