د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۸

افغانستان، پاکستان او تاجکستان د امنیت په برخه کې موافقه وکړه


افغانستان، پاکستان او تاجکستان موافقه وکړه چې د ترورستانو پرضد مبارزه کې خپلې هڅې منسجمې کړي. دغو هیوادونو په داسې وخت کې د تروزم ضد مبارزې کې د خپلو هڅو د شراکت خبره کړې ده چې په منځنۍ اسیا کې د مسلمانو افراطیانو د فعالیتونو زیاتیدو ته اندیښنې ډیرې شوې دي.

د افغانستان او تاجکستان له جمهور رییسانو سره تر خبرو وروسته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل، زموږ اصلي توجه مشترک امنیت ته وه او ټولو همداغوښتل چې د امنیتي ګواښونو پرضد په خپلو کې همکاري وکړو، که هغه د بیلتون غوښتونکو د هڅو په برخه کې وي، د افراطیت د مخنوي لپاره وي او یا هم په عام ډول جنایت وي.

له دریو میاشتو راپه دې خوا داسې رپوټونه خپریږي چې مسلمانو
افراطیانو په منځنۍ اسیا کې د وسله والو ډلو په بڼه فعالیتونه پیل کړې دي او هڅې کوي چې سیمه بې ثباته کړي. امنیتي څیړونکي په دې باور دي چې د منځنۍ اسیا یو شمیر وسله وال طالبان په افغانستان او پاکستان کې تر فشار لاندې راغلي دي نو ښایي دوی بیرته خپلو هیوادو ته مخه کړي.

د دوشنبې ښار په څنډه کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په رسمي استوګنځي کې د غونډې په ترڅ کې افغان ولسشمر حامد کرزي او دده پاکستاني سیال اصف علي زرداري وویل، دوی دې ته چمتو دي چې د سیمې په سطحه همکارۍ سره زیاتې کړي. د دې غونډې په اړه افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، موږ د سیمې د امنیت او ثبات مربوط مسایل وڅېړل، افغانستان به له خپل لورې بشپړه همکاري وکړي.

د منځنۍ اسیا د چارواکو په وینا وروستۍ حملې د ازبکستان د تحریک اسلامي له لورې شوې دي چې مشري یې طاهر یولداش کوي او دا ګوند له القاعده سره ارتباط لري خو بل لورته د بشر د حقونو ډلې څرګندوي چې د منځنۍ اسیا غیر دیموکرات حکومتونه د مشکوکو ترورستانو د بریدونه مساله لویوي او په دې بهانه خپل سیاسي مخالفان ځپي.
XS
SM
MD
LG