د روښانيانو د غورځنګ د دغه علمي او څيړنيز سيمنار ګډونوال وايي: د روښانيانو د غورځنګ له نظريو او فكر څخه بايد كار واخيستل شي ځكه د دوی په وينا دغه غورځنګ ترقي او ازادي غوښتونكې وه او خلك يې يو له بله سره نږدې كول.
د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير عبدالكريم خرم د دغه سيمنار د پرانستې په مراسمو كې وويل چې د دغه سيمنار په جريان كې به د روښانيانو د غورځنګ په ټولو اړخونو خبري وشي.
"د روښانيانو غورځنګ غني او څو بعدي و، زه ډاډه يم چې زموږ د پوهانو لخوا به د دغه غورځنګ په ټولو خواوو مقالي او معلومات وركړل شي،
خو زما هيله داده چې د اوسنيو شرايطو له مخې هم په دغه غورځنګ باندې بحثونه وشي څو زموږ د نن او سبا لپاره هم لارې پرانيزي او نتيجه وركړي."
ښاغلي خرم زياته كړه په هغه سيمه كې چې د روښانيانو غورځنګ رامنځته شوی وه نن يې زامن د ځان وژونكو بريدونو لپاره خرڅول كيږي.
د افغانستان د اطلاعاتو كلتور وزارت وايي چې پدغه سيمنار كې د گډون لپاره يې له هند، پاكستان او روسيې څخه هم پوهان رابللي دي.
د دغه سيمنار يو تن ګډونوال ډاكټر راج ولي شاه خټك چې په پيښور پوهنتون كې استاد هم دی دغه سيمنار په سيمه كې د پښتنو لپاره ډير ګټور و باله .
افغان او پاكستانې كارپوهان وايي په دې سيمه كې زيات مترقي او ازادي غوښتونكي غورځنګونه رامنځته شوي دي او بايد د دغو دوو هيوادونو خلك د دوی له فكر او تګلارو څخه د سيمې د امنيت او ثبات په برخه كې كار واخلي.