د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

هولبروک : طالبان له خلیج څخه زیاتې پیسې تر لاسه کوي


ریچارډ هولبروک تېره ورځ د ناټو په مرکز بروسل کې خبریالانو ته ووېل: طالبانو ته د مخدره موادو د تجارت په پرتله زیاتې پېسې له خلیج هېوادونو څخه ورځي.
ریچارډ هولبروک تېره ورځ د ناټو په مرکز بروسل کې خبریالانو ته ووېل: طالبانو ته د مخدره موادو د تجارت په پرتله زیاتې پېسې له خلیج هېوادونو څخه ورځي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحد ایالاتو خاص استازی ریچارډ هولبروک وایي، طالبان د مخدره موادو د تجارت په پرتله، له خپلو بهرنېو حامیانو څخه زیاتې پېسې ترلاسه کوي.

هولبروک همدا راز له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې له پاکستان سره دې د سوات درې د بېځایه شویو کډوالو د پالنې په برخه کې مرسته وکړي. ځکه دغه سیمه په افغانستان کې د سخت دریځو د عملیاتو لپاره مهمه ده.

ریچارډ هولبروک تېره ورځ د ناټو په مرکز بروسل کې خبریالانو ته ووېل: طالبانو ته د مخدره موادو د تجارت په پرتله زیاتې پېسې له خلیج هېوادونو څخه ورځي.

هولبروک د کوم خاص هېواد یادونه ونه کړه. په خلیج هېوادونو کې د ایران په شمول عمان، سعودي عربستان، قطر، د عرب متحد اماراتاو عراق شامل دي.

په افغانستان کې د ناټو مقامات وایي، طالبان هرکال د مخدره موادو د تجارت له لارې له شپېتو تر سل ملیون ډالر ترلاسه کوي.

طالبان دا ردوي چې دوی د کوکنارو له لارې پېسې ترلاسه کوي.

دوی استدلال کوي چې د خپل واک پر مهال یې د کوکنارو د کر مخه نیولې وه.

ریچارډ هولبروک وویل: امریکا یوه ډله ګماري چې په ډې اړه فعالیت وکړي. دغه اداره به د اف، بې، اۍ او د امریکا د دفاع وزارت په همکارۍ فعاله وي.

ښاغلي هولبروک زیاته کړه، شواهد نه شته چې د خلیج هېوادونه دې د طالبانو د تمویل په مسله کې لاس ولري.

نوموړي وویل، هغه څه چې زه یې فکر کوم دادی چې طالبان د مخدره موادو په پېسو په پښتني سیمو کې خپلې سیمه ییزې ادارې تمویلوي، خو د طالبانو پراخ او عمومي فعالیتونه له بهر څخه د پېسو له لارې تموېلېږي.

د ناټو یوه بل مقام چې له خپل نوم اخیستو یې ډډه کړې وېلي، دا یو
څرګند حقیقت دی چې سخت درېځي طالبان زیاته اندازه پېسې له بهرنېو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.

او د مخدره موادو د پېسو له لارې یوازې ددوی محدود فعالیتونه تمویلېږي.

ښاغلي هولبروک په سوات درې کې له بېځایه شویو کسانو سره د مرستې په اړه وویل:

ددا موضوع یوازې یو نړېوال بشرې بحران نه بلکې ستراتېژیکه مسله هم ده.
XS
SM
MD
LG