فایننشیل تایمز ورځپاڼه لیکي : په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې دبرتانوي ځواکونو دتکتیکونو او منابعو په اړه په برتانیه کې ډیرې خبرې او بحثونه کیږي.
ورځپاڼه زیاتوي چی دبرتانوي ځواکونو زړورتیا او پابندي دستاینی وړده او په روستیو عملیاتو کې دغو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې.
خوددغو عملیاتو نتیجه داده چې له اتیا زرو تر سلو زرو افغانان دطالبانو له ګواښونو او زورزیاتي ژغورل شوي او کولای شي په راتلونکو انتخاباتو کې رایې ورکړي.
فایننشیل ټایمز لیکي چې برتانیې ځکه دافغانستان ماموریت پر غاړه اخیستی چې دغه هیواد بیا دالقاعده ګوتو ته پرینوځي او بیا دوی له افغانستانه په نړۍ بریدونه پلان نه کړي.
ورځپاڼه لیکي چې خلک په افغانستان کې دبرتانیې د ماموریت ملاتړکوي اوپه دی پوهیږی چې په نولسوه نوي کلونو کې دطالبانو رژیم دالقاعده شبکې دودی او تکاثر لپاره داسې زمینه برابره کړې وه چې دورځپاڼی په وینا دبچي زیږولو یو ماشین یی ددوی په اختیار کې ورکړی وو.
خو دبرتانیې خلک اوس غواړي په دې پوه شي چې دطالبانو خلاف جنګ که دګټلو وي نو کله به ګټل کیږي؟
ورځپاڼه زیاتوي :
مونږ په دې جنګ کې بریالی کیدای شو او هغه داسې چې په افغانستان کې بغاوت یوازې دطالبانو لخوا نه دی بلکې دافغانستان او پاکستان دپولو په اوږدو کې بیلابیلې ډلی په مختلفو سیمو کې فعالیت کوي او ددوی ترمینځ همکاري هم دایمي نه بلکې تکتیکي ده .
دطالبانو درژیم ځینې پخواني غړی دافغانستان په جنوب کې دبغاوت مشري کويٍ ، اکثرجنګي کسان د دوی دي او نسبتا ښه تنظیم شوي دي.
دافغانستان په خیتځ او پاکستان کې بیا نورې بیلابیلې ډلې فعالیت کوي چې په دوی کې یوه ډله له القاعده شبکې سره اتحاد لري.
ورځپاڼه لیکي : افغانانو دبیلابیلو لاملونو له کبله بغاوت ته مخه کړې.
داسی عسکرهم شته چې دورځی لس ډالره تنخواه لري ، دمخدرو موادو قاچاقچیان غواړي څوک یې مخی ته ونه دریږي ، او ځینی افغانان شته چې فکر کوی کیدای شی طالبان یی بیا وګټي نوځکه له هغوی سره دریدلی دي .
فایننشیل ټایمز لیکي چې د افغان خکومت وسلوالو مخالفینو داثابته کړې چې دوی خطرناک او سخت سري دي او ځان له شرایطو سره عیاروي.
خو ددوی کمزوري اړخونه هم څرګند دي .
ددوی ترمینځ ایتلاف پراخه خو کمزوری دی او بل داچې دوی په خلکو کې دومره محبوبیت نه لري یوازې اته په سلو کې افغانان وایي چې طالبان دې بیا واکمن شي .
فایننشیل ټایمز زیاتوي چې دطالبانو ملاتړ یوازې دپښتنو په سیمه کې دی او دوی نه شي کولای نورې سیمی ونیسي او داوږدې مودې لپاره یې وساتي .
یوکال وروسته به دافغانستان دملي اردو دعسکرو شمیر یولکو څلوردیرش زرو عسکرو اودپولیسو شمیر اتیا زرو کسانو ته ورسیږي .
ورځپاڼې په افغانستان کې دناټو دقواوو دقوماندان جنرال مک کریستال دا خبره راخیستې چی وایي په افغانستان کې دبری کچه او معیار دا نه دی چې څومره طالبان ووژل شي بلکې دادی چې څومره افغانان وژغورل شي او حمایت یې و شي .
فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې بری یو مشروع سیاست ته اړتیا لري .