د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۴

د باباجي او مالګیر خلک وايي بهرني سرتیري دې له کلیو لرې پوستې جوړې کړي


دهلمندولايت دباباجي دسيمې اوسيدونکې وايي داچې بهرنيو ځواکونو يې په کورونو کې ځايونو نيولې دي دوی ته يې زياتي ستونزې جوړې کړې دي . زمونږ همکار يې په اړه راپور راکوي:

دلښکرګاه په شمال کي دمالګير او باباجي دپراخو سيمو اوسيدونکې وايي که چيرې ددوی په کليوکې بهرني ځواکونه داسې بې بندو باره واوسيږي ، او ځانته ځانګړي پوستې جوړې نه کړي نو دوي به ورسره په سخت مشکل اخته شي.

دګرشک ولسوالۍ دمالګير دسيمې اوسيدونکې او قومي سپين ږيري محمد لعل دخلکو په هغه لويه غونډه کې چې دهلمند دوالي ورتګ ته جوړه شوې وه وويل دسېمې اوسيدونکې دهراړخ نه تر فشار لاندې دي.


لښکرګاه ته په څيرمه باباجي او مالګير کي په دې وروستيو کې دطالبانو سره دجنګ په خاطر درې زره برتانيوي سرتيري دافغان ملي اردو او ملي پوليس په ملتيا شپې او ورځې تيروي.

دمالګير دکلي اوسيدونکى ا و قومي سپين ږيري حاجي خليفه شرين خان وايي که چيرې بهرني ځواکونه دخپلو عملياتو پرمهال بزګران کروندو ته داوبو لګولو لپاره نه ور پرېږدي ،دمالګير دسيمې پراخ شنه باغونه ،دهندواڼو او خټکيو پاليزونه او موسمي کښتونه به وچ شي.

که څه هم دباباجي او مالګير اوسيدونکې دښه امنيت پرجوړيدو ددولتي مسولينو سره ټينګار کوي خو دهلمند امينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد دغه کسانو ته ډاډ ورکړ چې نوې تربيه شوې دري سوه تنه پوليس به ورته واستوي چې هم دسيمې دخلکو امنيت ونيسي او هم دهغه کسانو مخه ډب کړي چې ناامنۍ ته لمن وهي.


قوماندان وويل هغه طالبان چې اوس يې وسلې پرمځکه ايښي دي که چيرې بیا وسلې وانخلي ددولت او نړيوالو له خوا بښل شوې دي.

دهلمند والي محمدګلاب منګل چې دباباجي او مالګير دخلګو سره دخبرو په خاطر سېمې ته ورغلى وو ويې ويل داځل يې اداري داسې تصميم نيولى، کومې سيمې چي دعملياتو په ترڅ کې نيول کيږي بيا به نه خوشې کيږي ،امنيتې پوستې او پاټکونه به په کې جوړيږي او تر عملياتو وروسته به دبيارغونې سلګونه پروژي په کې پیل شي او دهغه کسانو کورنه چې دعملياتوپرمهال زيانمن شوي دي ورته رغول کيږي.


ښاغلي منګل دراغلو کسانو غونډې ته دويناپرمهال وويل اوس په ګرشک کې سل ټنه غنم دمرستې په نامه پراته دي او ژر به يې دمالګير او باباجي دسيمو خلکوته ورکړي.

بايد وويل شی چې دنوم ليکنې دهغه ټيم له لورې چي په همدې ورځ له والي سره مالګير او باباجي ته تللى وو وکولى شوه چې لسګونه کسانو ته دراتلونکو ټاکنو له پاره دګډون په خاطر کارتونه ورکړي.
XS
SM
MD
LG