د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۵۸

کلنټن : طالبان ترفشار لاندې دي


هیلري کلینټن
مېرمن کلېنټن چې له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې پر طالبانو فشار د امریکا د ملي منافعو په ګټه ده.

د امریکا د بهرنیو چارووزیرې هیلیري کلېنټن وايي، وروسته له دې چې امریکايي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې، د امریکا د نوې ستراتېژۍ د پلي کولو په مقصد عملیات پیل کړل، طالبان چې ددې په نظر دالقاعده په څېر یوه تروریستي شبکه ده، ترډېر سخت فشار لاندې راغلي دي.

مېرمن کلېنټن چې له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې خبرې کولې، د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وویل، تر ټولو مهمه دا ده چې د پاکستان حکومت او پوځ په رښتیا سره، د تندلارو وسله والو پرضد اقدامات ګړندي کړي، چې په دې اندازه له دې مخکې هېڅکله هم داسې نه و شوي.
د ې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پرته قبایلي سیمه، هغه سیمه وبلله چې تندلارو ډلو ځاله پکې کړې او له هغه ځایه وسله وال د افغانستان او پاکستان ترمینځ تګ راتګ کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې وویل، شپږمیاشتې وروسته له دې چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې د چارو واګي په لاس کې اخیستي او په افغانستان کې د امریکا پر ستراتيژۍ له غور وروسته واشنګټن پرېکړه کړې چې په رښتیاسره د القاعده شبکې د له مینځه وړلو په مقصد، باید هغه ډلې له مینځه یوړل شي چې د القاعده مشرانو ته يې پناه او ځای ورکړی.

مېرمن کلېنټن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تګلارې په اړه چې دې د امریکا نوې ستراتيژي وبلله وویل د دې لپاره چې د امریکايي قواوو حضور اغېزمن وي دوی ژمنه کړې چې ډېر واک د افغانستان سیمه ایزو ټولنو ته ورکړي، څو له سیمې د طالبانو له وتلو وروسته، پخپله د خپلو سیمو ساتنه وکړي.

دې وویل، دا د کار پیل دی، او زیاته يې کړه، ولسمشر بارک اوباما فکر کوي چې دا یوه سمه ستراتيژي ده، ځکه که امریکايي ځواکونه، له دې سیمو څخه ووزي، یا هلته حضور کم کړي او خپل فعالیت محدود کړي، چې د دې په وینا مخکې همداسې و نو په هغه صورت کې به دا، القاعده شبکې او د هغې متحدانو ته دا پیغام ورکړي چې، امریکا غواړي میدان دوی ته ورخوشې کړي.

د امریکا د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن زیاته کړه، د افغانستان په جنوب کې پر طالبانو فشار، د امریکا د ملي منافعو په ګټه ده.
XS
SM
MD
LG