د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د اغا خان موسسه بغلان او بامیان کې روغتیايي خدمات برابروي


دعامې روغتيا وزيارت وايي چې دا مرستې به د بامیانو او بغلان په ځینو سېمو کې د روغتیايي خدماتو په برابرولو ولګول شي.

ډاكترسيدمحمدامين فاطمي،د اغاخان د موسسى له مشرسره ددې دولس میلونه ډالرو مرستې د تړون د لاسليكولو پرمهال وويل، دا چې دا مرستې چېرې ولګول شي پرې مخکې له مخکې تفاهم ته رسیدلي:

((د دغه ننې قراداد معنا داده چې د دولسو کلونو لپاره به د بغلان، د دهن غوري ، دوشي،شيبر او نورو سېمو کې دا موسیسه روغتیايي خدامات برابروي .
خدمات به باكيفيت او بهتر وي، هغه ماشومان او مېندې چې روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري هغوي به تر پوښښ لاندې راشي. ))

ښاغلي فاطمي زياته كړه، د دى مرستو څه باندې څلورميليونه د باميانو او څه د پاسه اوه ميليونه د بغلان ولايت ته ځانګړى شوي دي.

ده هيله څرګنده كړه چې په دې ولايتونو كې به، د اغاخان د موسسې په مالي او تخنيكي مرستو او گډو هلو ځلو، د ميندو او ماشومانو په مړينه كې د پام وړكموالى راشي .

په افغانستان كې د اغا خان د موسسى مشرعلي موجي وويل، دوي په دې هېواد كې په وروستېو څوكلونو كې، د عامې روغتيا د وزارت له پلانونو سره سم مرستې كړي او په دې برخه كې به خپلې مرستى جاري وساتي. ښاغلې موجي وويل:

"ننې تړون چې مو د عامې روغتيا له وزير سره لاسليك كړ هدف مو دادې چې په دې سره دوه ولايتونو كې څلور روغتيايي مركزونه پرانيزو او موږ هڅه كوو چې د سيمي خلكو ته ښه او با كيفيته روغتيايي خدمات ورسوو او څه باندې څلور سوه زره خلك د روغتيايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولو "

خوخلك وايي، د هېواد په ګڼ شمېر روغتونونو كې اوس هم كافي مسلكي پرسونل او پرمختللي روغتيايي وسايل نشته.

او دوي مجبوريږي چې خپل ناروغان په ډيرې سختۍ سره له لرې پرتو سيمو څخه مركزونو ته ورسوي.

خو د عامى روغتيا وزير وايي، دوي هڅې پېل كړې دي چې دهېواد د مركز او ولاېتونو په روغتونونو كې، هر ډول مسلكي او تخنيكي ستونزې له مينځه يوسـي.

XS
SM
MD
LG