د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

ګورډن براون : افغانستان کې يې سرتیري اضافي تجهیزاتو ته اړتیا نه لري


د بریتانیا صدراعظم ګوردن براون د چارشنبې په ورځ یوې ورځپاڼې ته د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت د معین خبرې رد کړې چې ویلي يې و په افغانستان کې بریتانوي ځواکونه کافي هلیکوپترې نه لری .

ګورډن براون وویل:
لورډ مارک مالوچ برون یوې ورځپانې ته په ناسمه توګه بیان ورکړی . او دهغه له خبرو ناسم برداشت شوی . براون په دې ټینګار وکړ چې بریتانیا په افغانستان کې د خپلو عسکرو لپاره ددوی د اړتیا وړ ټول شیان لري .

ګوردن براون په هلمند کې د طالبانو پر ضد د بریتانوي ځواکونو له عملیاتو څخه رضایت وښود .

براون وویل زه فکر کوم حقیقت دا دی چې مونږ دا اوس د پرمختګ په حال کې یو او وروستیو ګټورو نتیجو دا ښودلی چې په دې برخه کې د عملیاتو لپاره چې دا اوس یی مونږ کوو هغومره الوتکې چې ضروري دي مونږ یې لرو .

وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بریتانوی عسکرو وژنو تلفات زیات شول براون په افغانستان کې د بریتانیا له پالیسو څخه په شدت دفاع کوي ،او هڅه کوي پر خپل هغه حکومت فشارونه راکم کړي چې له اقتصادی ستونزو او مالي رسوایۍ سره مخ دی .

د چارشنبې په ورځ د هلمند په ناد علي کې یو بریتانوی عسکر چې په ګزمې وتلی وو په بمې چاودنه کې ووژل شو .
د بریتانیا د دفاع وزیر وزارت وایې له دوه زره لومړي کال راهېسې تر یوسلو اته اتیا بریتانوي عسکرو په افغانستان کې وژل شوي او له دې زیات په عراق کې مړه شوي دي.

لورډ مارک مالوچ براون بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلی تلګراف ته ویلي وو مونږ رېښتیا هم چې کافي هلیوکوپترې نلرو .

دهغه په وینا د داسي عصري عملیاتو ، او پر مخالفو وسلوالو د هوایي حملو لپاره مونږ وسایلو ته اړتیا لرو .

مالوچ براون چې د شخصي ملحوضاتو له امله دا اونۍ خپله دنده پریږدي وورسته يې یو بیان خپور کړی اود خپلې مرکې په اړه یی رڼا اچولې .
هغه په خپلو خبرو کې په ښکاره توګه ویلي بې له شکه په افغانستان کې د اوسنیو عملیاتو لپاره بریتانوي ځواکونه کافی منابع نه لري .

براون په خپل میاشتنې خبري کنفرانس کې وویل په هغه طریقه چې ورځپاڼۍ د مالوچ براون مرکه خپره کړی دا یوه ناسمه ارايه وه .

له هغه پوښتنه وشوه د نورو الوتکو لیږل به په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو ژوند خوندي وساتي؟

براون وویل په عمومي توګه هو، خو په اوسنيو عملیاتو دا بلکل ناسمه خبره ده چې ووایو عسکر د هلیوکوپترو د کموالي له امله مري .

په هملند کې د بر یتانيوي ځواکونو پخوانی قوماندان له بی بی سي سره په مرکه کې ویلی وو چې په افغانستان کی د عملیاتود بریالیتوب لپاره نورو منابعو ته اړتیا شته .

د ټایمز ورځپاڼې د یوې نظر پوښتنې له مخې د برتانیا خلک په افغانستان کې دعملیاتو لپاره د منابعو په اړه شک لري ، په سلو کې او شپته خلک داسی فکر کوي چې بریتانيوی عسکر ځکه په افغانستان کې وژل کیږي او یا ژوبل کیږي چې پوره او کافی وسایل نلري .
XS
SM
MD
LG