د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

پاکستان : افغانستان کې دې د طالبانو پر ضد عملیات نه سختېږي


پاکستان وايي افغانستان کې د طالبانو پر ضد سخت عملیات طالبان مجبوروي چې د دوي هېواد ته ورشي او دوی دومره ځواکونه نه لري چې د هغوی مخه پرې ونیسي.
پاکستان وايي افغانستان کې د طالبانو پر ضد سخت عملیات طالبان مجبوروي چې د دوي هېواد ته ورشي او دوی دومره ځواکونه نه لري چې د هغوی مخه پرې ونیسي.

په داسې حال کې چې زرګونه نوي امریکايي سرتیري افغانستان ته استول کیږي ، د پاکستان حکومت په سیمه کې د طالبانو پرضد د امریکايي ځواکونو د عملیاتو له پراخوالي سره مخالفت ښودلې دی.

د اڼترنشنل هیرال ټربیون ورځپانې په دې اړه لیکلي : د پاکستان د استخباراتو یا ای ایس ای یو غړي امریکايي مقاماتو ته ویلي د افغانستان په جنوب کې د جګړې پراخوالي ددې سبب شوې چې وسلوال دې غاړې ته راواوړي او په بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

پاکستاني مقاماتو ویلي اسلام اباد دومره ځواکونه نه لري چې بلوچستان ته د طالبانو د اوښتو مخه ونیسي نو همدې ته په کتنې سره پاکستان مجبور دی چې دخپلو ملی ګټو د خوندي ساتلو په خاطر له طالبانو سره خبرې وکړي.

انټرنشنل هیرال ټربیون ورځپاڼه وړاندې لیکي : سره له دې چې زرګونه نور امریکايي سرتیري او پوځي تجهیزات سیمې ته راځي خو پاکستان اوس هم د طالبانو لخوا ګواښ ډیر لوی نه ګټي او ټینګار کوي چې دا موضوع د خبرو له لارې حل کیدی شي.

د ورځپانې په وینا پاکستان یو بل ګواښ ته چې هغه له ګاونډي هند سره دښمني ده ډیره جدي ګڼي.

د مقالي لیکونکې وايي د طالبانو د قومندانانو لخوا د شوو ګواښونو په اړه د اسلام اباد او واشنګټن په نظریو کې توپیر موجود دی.

ورځپاڼه وايي : متحده ایالات اوس د طالبانو پر ضد د پاکستان د حکومت هڅو ته د شک په نظر ګوري او په دې لړکې واشنګټن په سوات کې د طالبانو د زپلو لپاره د پاکستان د پوځ له عملیاتو هم مطمين نه دی.

د امریکا د ولسمشر اوباما د ادارې مسولانو ویلي :پاکستان د هغو طالبانو پر ضد جګړه کوي چې ددغه هیواد لپاره خطر ګرزي او د هغو وسلوالو ګواښ له پامه غورزوي چې په افغانستان کې د افغان او نړې والو ځواکونو او په کشمیر کې د هند پر ضد وسله وال فعالیت کوي.

انټرنشنل هیرال ټربیون زیاتوي :

پاکستاني مقامات داسې فکر کوي چې په اوږدې مودې کې به نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه بیرته ووځې او طالبان به په افغانستان کې د پاکستان د یوه پیاوړې متحد ځواک په توګه باقي پاتې شي.

د ورځپانې په وینا د پاکستان او امریکا ترمنځ لانجه اوس مخ په زیاتیدو ده او هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې وروستي سفر دا لانجه نوره هم پراخه کړې ده .

هیلري کلینټڼ په نوي ډیلي کې وویل کومو کسانو چې پر امریکا د یولسم سیپتمبر حملې پلان کړې وې هغوې د پاکستان په خاوره کې پټ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د میرمن کلینټن دا څرګندونې رد کړي دي.

انټرنشنل هیرال ټربیون د پاکستان د استخباراتو د یوه غړي په حواله وايي : په افغانستان کې د جګړو د پراخوالي په نتیجه کې طالبان دې غاړې اوړي او مونږ دومره پوځیان نه لرو چې په سرحد کې يې د هغوې د راوښتو د مخنیوي لپاره وګماروو.

دغه پاکستاني مقام ویلي ددې لپاره د هند پر پوله د پرتو پاکستاني ځواکونودې خوا ته د انتقالولو خبره امکان نه لري.

په افغانستان کې د نړی والو ځواکونو ویاند ګریګوري سمیت انټرنشنل هیرال ټربیون ورځپاڼې ته ویلي له افغانستان څخه پاکستان ته د پام وړ شمیر وسلوال نه دي اوښتي اوپه دې وروستیو کې د پاکستان د بلوچستان او له ایران څخه افغانستان ته هم وسلوال نه دي اوړیدلي .

ورځپاڼه په اخر کې وايي : د پاکستاني مقاماتو له دې څرګندونو دا په ډاګه کیږي چې د امریکا او پاکستان تر منځ چې غواړي د اسلامي سخت دریځو ډلو څخه د راتلونکي لپاره خپل غړي او یا ایجنټان انتخاب کړي څومره اختلافات موجود دي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان د طالبانو د کوټې له شورا څخه چې د افغانستان په جنوب کې د جګړو مشري کوي زیات ملاتړ کوي ځکه چې اسلام اباد غواړي په راتلونکې کې له هغوي څخه د خپل یوه متحد په توګه ګټه واخلي .
XS
SM
MD
LG