د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره پر دې غور کوي چې افغان بزګرانو ته پیسې ورکړي څو د کوکنارو له کر څخه لاس واخلي. خو یو شمیر امریکایي چارواکي په دې باور دي چې پیسې به بزګرانو ته ورکړو دوی به بیا هم کوکنار وکري.
اسوشیتد پریس اژانس لیکي چې د همدې اندیښنې له امله تر اوسه غوڅه پریکړه نه ده شوې او د کوکنارو کر ته هم لږ وخت پاتې دی ځکه چې په مني کې یې وخت دی.
یوه عالي رتبه امریکایي پوځي چارواکي وویل، امریکا غواړي چې د کوکنارو مخه ونیسي څو د طالبانو د عوایدو مخه ونیول شي او عسکر د افغانستان د جنوب هغو برخو ته ورشي چې هلته کوکنار ډير کرل کیږي.
د امریکا متحد ا یالاتو او د هغوی ملاتړیو هیوادونو افغان بزګران هڅولي دي چې د کوکنارو پرځای نور بوټي وکري خو دغو هڅو تر اوسه د کوکنارو مخه نه ده نیولې.
افغان بزګرانو ته د کوکنارو له کښته د لاس اخیستو په بدل کې د پیسو د ورکولو په برخه کې اسوشیتد پریس اژانس لیکي چې دا کار باید د ملکي ادارو له لورې د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات تر څارنې لاندې وشي.
په دې برخه کې دوو امریکایي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې امریکا باید د مخدرو موادو په ناوړه سوداګرۍ او قاچاق کې په یو ډول ځان داخل نه کړي او داسې شک هم کیږي چې ښایي بزګران پیسې ترلاسه کړي او کوکنار بیا هم وکري.
د اوسنۍ تګلارې له مخې امریکا له افغان چارواکو غواړي چې د تریاکو د حاصلاتو مخه ونیسي او په دې برخه کې د اداري فساد مخه ونیسي.
د بارک اوباما د حکومت تګلاره د کوکنارو د حاصلاتو د مخنوي په برخه کې د جورج بوش له تګلارې سره دا توپیر لري چې ، ولسمشر اوباما وایي د بزګرانو د کوکنارو ولاړ فصلونه دې په زور نه اړول کیږي ځکه چې بزګران بیا ځي له طالبانو سره دریږي.