د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۲

افغانستان

عظيمي: د هلمند عمليات بريالي روان دي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خنجر په نامه پوځي عمليات په هلمند كې ښه روان دي او زياتې سيمې له وسلوالو پاكې شوې دي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن خبريالانو ته وويل، د هلمند دغو عملياتو ته زيات تازه دمي افغان سرتېري لېږل شوي دي.

د دفاع وزارت وياند زياته كړه، دولت ضد وسلوالو لږ مقاومت ښوولى او دغو عملياتو په زياتو سيمو کې امنیت راوستی دی.

دغه پوځي عمليات شل ورځې مخكې د دې لپاره پيل شول چې د هلمند له ولسواليو څخه دولت ضد وسلوال وايستل شي، په عملياتو كې شاو خوا شپږزره افغان او نړيوال سرتېري ونډه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوه

هلمند کې افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسله‌والو ته درنه مرګ­‌ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو اعلامیو کې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسله‌والو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه.

هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ازادي راډیو ته ویلي چې نن تر غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ بازار، د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ودانۍ د وسله‌والو له‌خوا نیول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومته‌یې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې ۲۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د ګرشک ولسوالۍ په «سیمنیار دښته» سیمه کې پرون د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په عملیاتو کې د سرې قطعې د ۱۶ غړو په ګډون د ۱۹ وسله‌والو طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو د ټپي کولو ادعا وکړه.

وزارت په بله اعلامیه کې پرون په ګرشک ولسوالۍ د ۸ وسله‌والو د وژلو او ۲۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین پیل کړی او له حکومته‌یې غوښتنه کړې چې د دې ولسوالۍ د امنیت د ښه کېدو لپاره ګامونه واخلي.

افغانستان او قزاقستان د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د قزاقستان دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف ترمنځ د پوځي همکارۍ د موافقې لاسلیک غونډه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د قزاقستان له دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف سره د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته وویل، په دې موافقه کې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ شاملې دي.

ښاغلی اندړ زیاتوي: "په پوځي برخه کې ګډ تمرینونه، د دفاعي سیاستونو په موخه هر کال دوه طرفه ناسته، طبي همکاري، د تجهیزاتو عصري کېدل، تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ، جګړه‌ییزه روزنه او د پوځي اطلاعاتو په برخه کې همکاري شامله ده."

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې دغه هېواد افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته هڅولی و.

ملګري ملتونه: تېر کال نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

ارشیف، کندهار کې یو شمېر بې‌ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، تېر میلادي کال د افغانستان په ګډون په نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کرونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، ناامنیو، مجازاتو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي بې‌ځایه کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله، ۷۰ فیصده بې‌ځایه شوي کسان د افغانستان، سوریې، ونزوئلا، جنوبي سوډان او میانمار دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت درې ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، یوازې د روان لمریز کال له پیله په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

پامیر قول اردو: د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ یوې بلې سیمې ته انتقال شوه

ارشیف، بغلان کې د افغان ځواکونو عملیات

په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي د بغلان د دهنې غوري ولسوالۍ د لنډمهال لپاره یوې بلې سیمې ته انتقال شوې.

دا خبره د پامیر ۲۱۷ قول اردو په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې د بغلان ولایت پوځي شورا د پرېکړې په اساس د سیمې خلکو ته د زیان رسېدو د مخنیوي، د لارو د بندښت او د اکمالاتو په وخت نه‌رسېدلو له کبله د دهنه غوري امنیتي ځواکونه یوې بلې مناسبې سیمې ته تللي دي.

افغان چارواکو ویلي له دې کاره‌یې هدف دا دی چې له شته ځواکونو سمه ګټه پورته شي او یو وار بیا د سیمو د تصفیې لپاره عملیات ترسره کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دهنه غوري له ولسوالۍ افغان پوځیان وتلي او اوس د پلخمري په قلعه خواجه کې د دوی له‌خوا کلا بند شوي.

د غني او جانسون خبرې؛ بریتانیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي

ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

ښاغلي جانسون د سولې د هڅو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو یې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صدراعظم جانسون د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه کلیدي بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي چې د بریتانیا صدراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

امرالله صالح: د زابل له شینکۍ ولسوالۍ د ملي اردو ایستل یو اطلاعاتي راز دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د زابل له شینکۍ ولسوالۍ څخه د ملي اردو د ځواکونو ایستل یو اطلاعاتي راز دی.

ښاغلي صالح پرون مازدیګر پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل، په داسې شېبو کې اړتیا نه‌شته چې د بیان ازادي په نوم دې عملیاتي محرمیتونه خپاره شي.

ده ویلي، څه چې تر اوسه د زابل په اړه ویل او لیکل شوي، غلط دي.

له دې وړاندې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق‌بیان ازادي راډیو ته ویلي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی او ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلې.

حق‌بیان دا کار د ولسوالۍ سیاسي سقوط بللی، نه‌پوځي.

د ۲۰۵ اتل قل اردو د ارکان رئیس عبدالمتین حسین‌خېل بیا ویلي، ځواکونو یې له شینکۍ ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

طالبان بیا وایي، شینکۍ کې د یوې لویې قرارګاه له نیولو وروسته ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوی لاس ته ورغلې ده.

د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران ترکیه کې غونډه کوي 

د ترکیې د استانبول ښار یوه څنډه

ټاکل شوې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه سبا نه بله ورځ په ترکیه کې ترسره شي.

محمد حنیف اتمر همدې غونډې او د «انتالیا ډيپلوماسي مجمع» کې د ګډون په هدف پرون ترکیې ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د انتالیا د ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ. ټاکل شوې د همدې غونډې په څنډه کې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، دی به د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیده کاته ولري او د افغانستان پر سولې او نورو اړوندو مسئلو به خبرې وکړي."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د انتالیا ډیپلوماسي بحث کې د ګډون په خاطر ترکیې ته رسېدلی دی.

د انتالیا ډيپلوماسي مجمع یا غونډه نن جمعه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پيلېږي او دوه ورځې دوام کوي.

ننګرهار کې د «ټابلېټ کا» یوه کارخانه ویجاړه شوه

ارشیف، د ټابلېټ کا په نوم نشه‌يي ګولۍ

په ننګرهار ولایت کې د «ټابلېټ کا» په نوم د نشه‌يي ګولیو یوه کارخانه ویجاړه شوه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د جلال‌اباد ښار په ۱۰مه ناحیه کې د ټابلېټ کا ګولیو یوه دستګاه ویجاړه او په دې کارخانه کې ۷۵۱ کیلو ګرامه نشه‌يي ګولۍ، څه اندازه شراب، وراسته شوي کشمش او وسلې هم نیولې دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې دې کارخانې د جامو وینځلو د پوډرو د تولیدي شرکت په نوم فعالیت کاوه.

کابل کې له ۲۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف

د کابل ابتدائیه او استېناف محکمو څه د پاسه ۲۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي په جزا محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په یوه علني غونډه کې اووه کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور له اوو کالو څخه نیولې بیا تر ۲۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

دغه ډول د دې مرکز استېناف محکمې ۱۹ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي چې د ۱۵ پېښو په تړاو نیول شوي ول، په بېلابېل تنفیذي بند باندې محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، په تېره یوه اوونۍ کې امنیتي ادارو د ۱۶ کسانو دوسیې د څېړنو لپاره دې مرکز ته استولې دي.

افغان لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي

د افغانستان د تکواندو ځوان او تکړه لوبغاړی محسن رضایي د اسیا د تکواندو د ۲۴م پړاو سیالیو اتل شو.

د تکواندو ملي فدراسیون وايي، دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تکواندو سیالیو کې اتلولي ګټي.

د دغه فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محسن رضايي لوبې په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.

رضایي ته چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او جنوبي کوریا سیالان مات کړل، پرون د لبنان په بیروت ښار کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ په بیروت کې د ۲۱ هېوادونو د ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

کابل کې د هیروئینو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف، د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي کسان

کابل ښار ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال درې کسان ونیول شول.

په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل‌یې څه د پاسه ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین له یوه ګاونډي ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، په دوهمه پېښه کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل‌یې څلور نیم کیلو ګرامه هیروئین د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سیمه کې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلوري.

نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

افغان پولیسو له ۱۰ زیات قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي

ارشیف

پولیسو په څلورو ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ څه دپاسه ۱۰ قاچاق کوونکي او د نشه‌يي موادو خرڅوونکي نیولي دي.

دا عملیات چې په بلخ، کندز، ننګرهار او کابل ولایتونو کې وشول، په نتیجه کې یې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه ښیښه او هیروئین، څه د پاسه ۵۸ لیټره شراب او ۴۲ لیټره بیر نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه وسلې او مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

د زابل شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک 'طالبانو ته سپارل' شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې زابل ولایت

د زابل د ولایتي شورا رئيس وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوازنی کنډک طالبانو ته سپارل شوی دی.

عطاالله حق‌بیان ازادي راډیو ته وویل چې دا کنډک بې‌مقاومته په لوی لاس وسله‌والو ته پرېښودل شوی دی.

خو د اتل قول اردو درستیزوال جنرال عبدالمتین حسن‌خېل وايي چې خپل سرتېري یې په تاکتیکي ډول ایستلي او په لازم وخت کې به بېرته شینکۍ ولسوالۍ ته ځواکونه ولېږي.

دفاع وزارت: د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه لویه برخه بېرته ونیول شوه

ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ یوه لویه برخه‌یې بېرته نیولې او پر شیرین تګاب‌یې د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب دولت‌اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ښاغلی امان زیاتوي: "د دغو ولسوالیو د تصفیوي عملیاتو په لړ کې ۴۵ طالبان وژل شوي او ۶۷ نور ژوبل شوي دي."

په وروستیو دوو ورځو کې د فاریاب د دولت‌اباد ولسوالۍ د لاس په لاس کېدو ضد و نقیض راپورونه ورکول شوي دي.

طالبانو د دفاع وزارت د ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG